مسکو کې د افغان سولې په تړاو د کېدونکې ناستې نېټه څرګنده شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې  په مسکو کې د افغان سولې په تړاو څلوړ اړخیزه ناسته رابلل کېږي.

سپوتنیک خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» له قوله لیکي، چې یاده ناسته به د اکتوبر د میاشتې په ۲۵ نېټه جوړېږي او د روسیې تر څنګ به د چین، امریکا او پاکستان ځانګړي استازي هم ګډون پکې ولري.

مسکو داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو ناسته رابولي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو بیا پیل ته هیلې راټوکېدلې او داسې تمه شته، چې ښايي په نږدې راتلونکې کې دواړه لوري یو ځل بیا د مذاکراتو مېز ته راټول شي.

یاده دې وي، چې مسکو تر دې وړاندې هم د افغان سولې په تړاو د مهمو ناستو کوربه پاتې شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مسکو،قطر،جرمنی او یا کوم بل هیواد کی ناسته ،پاسته،جرګی .،ژړا فریاد سوله ته هیڅ ګټه نه کوی.
سوله د امریکا او پاکستان په لاس کی ده.
د پاکستان او امریکا یا مغزه باد کړی.او یا په ژړا فریاد سوله تری وغواړی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

مجموع کی خو د ماسکو د اشغلګرو سره د افغان مجاهدینو د سولی د پاره د ماسکو هڅی د ستاینی وړ دی مننه یی کوو . افغان سوله کی یواځی د افغانانو نه بلکه د سیمی د هیوادو او نړیوال استعمار ګټه او جنګ یی تاوان دی . په ځانګړی دول روسانو ته خو د غچ اخستنی د پاره هم اړینه ده د روسی اشغال وخت کی امریکایانو سربیره پردی چه مجاهدینو سره یی علنی هر اړخیزی مرستی کولی د روسی اشغال د خاتمی او وتلو د پاره یی شپه او ورځ په ځان یوه کړی وه مګر روسانو برخلاف… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مجاهد ته،
د ستا او د اشرف غنی منځ کی څه فرق دی؟
تا انګریز ته پناه وروړه ،لندن کی په انګریزی عسکرو پولیسو ځان ساتی،
اشرف غنی ،امریکایان انګریزان افغانستان ته راوستل ځان په ساتی،

اجمل
میلمه
اجمل

هر هغه د سولی خبری چی په مسکو، قطر یا کوم بل بهرنی هیواد کی تر سره کیږی لومړیتوب به یی هرو مرو د بهرنیانو د ګټو د خوندیتوب لپاره وی. د افغان بیچاره ولس غوښتنو ته څوک غوږ هم ننسی.

بلخوا حکومت او طالبان دواړه د پردیو لاسپوڅی دی. دوی سره دا اختیار نشته او نه هم د داسی یوې غونډی مدیریت کولای شی چی سره کینی او د سولی خبری وکړی. نو ویلای شو چی د سولی خبرو لپاره زمینه لا تر اوسه برابره نده. له بهر نه د سولی خبری به هیڅ کله هم نتیجه ورنکړی.