بند امیر لوبډلې له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته کابل ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کورنۍ سیالۍ شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښاماران او کابل بازان لوبډلو ترمنځ دویم کوالیفایر سیالۍ ترسره شوه چې په کې له زړه بوږنونکې لوبې وروسته بند امیر د ۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د بند امیر ښاماران لوبډله وتوانېدله چې په سخته د ۲۲۴ منډو دفاع وکړي او د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي.

په دغه سیالۍ کې د راشد خان لوبډلې «بند امیر ښاماران» لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د جاوید احمدي او عمران جنت په غوره ملګرتیا د اصغر افغان لوبډلې «کابل بازان» ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه.

عمران جنت او جاوید احمدي د شپږیزې لیګ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې «۱۷۶» منډې ملګرتیا وکړه، جاوید احمدي ۷۷ او عمران جنت ۱۱۵ منډې جوړې کړې، د عمران جنت په منډو کې ۸ شپږیزې او ۸ څلوریزې هم شاملې وې، په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

په ځواب کې د کابل لوبډلې هم ښه پېل وکړ، احسان جنت وتوانېد خپله نیمه سلیزه بشپړه کړي، اصغر افغان، سمیع الله شینواري او یونس احمدزي د هدف په بشپړولو کې غوره لوبه وکړه خو په وروستي اور کې یې یوازې ۸ منډې وکړې او د ۳ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

په دې سره د راشد خان لوبډلې په پرلپسې دویم وار د شپږیزې لیګ پایلوبې ته لار وموندله، دوی به پایلوبه کې سبا د جمعې په ورځ د محمد نبي لوبډلې «مس عینک اتلان» سره د غرمې په ۱۱:۰۰ بجې مخامخ کیږي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د