ميدان وردګ: د ملکي وګړو د وژنو په غبرګون لاريون باندې ډزو کې پنځه تنه ټپيان شوي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۸ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريد کې د شپږ تنو ملکي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون باندې امنيتي ځواکونو ډزې کړي او پنځه تنه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي چې نن ورځ د ميدان وردګ د نرخ ولسوالۍ صدمردۍ سيمې د سنګ قلعه اوسېدونکو په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو د چاپو او عملياتو په غبرګون لاريون وکړ چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او پنځه تنه لاريون کوونکي يې ټپيان کړل.

د لاريون ګډونوالو چې د کابل- کندهار لويه لاره يې د ترافيکو پرمخ تړلې وه؛ له حکومت څخه يې د ملکي وګړو په کورونو د شپنيزو عملياتو او هوايي بريدونو د بندېدو غوښتنه کوله.

دوی ويل چې ګډو ځواکونو د وړمې شپې په چاپه کې شپږ تنه وژلي وو چې پنځه يې د يوې کورنۍ غړي و، د سيمې غريبکار خلک وو او له وسله والو ډلو سره يې هيڅ ډول اړيکې نه درلودې.

لاريون کوونکو ويل چې هيڅ شپه يې په ارام نه تيريږي او هره شپه ددې ويره وي چې په کورونو يې د ګډو ځواکونو له لوري بريدونه وشي او په وينا يې چې نور حالت له زغم څخه وتلی دی.

د نن ورځې لاريون وروسته له هغه تيت وپرک شو چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او پنځه تنه يې ټپيان کړل.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې د ګډو ځواکونو په شپنيزو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، خو د ملکي وګړو له شکايتونو او اعتراضونو سره سره لاهم دا لړۍ لاهم دوام لري.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ملکي وګړو په کورونو د شپنيزو چاپو او هوايي بريدونو له امله ملکي وګړو لاريونونه کړي چې ډيری وخت د امنيتي ځواکونو له ډزو سره مخ شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

ياالله داڅه حال ده. افغانستان کې هره ورځ جنازې جنازې افغانانو د خداﺉ لپاره نوره ځان ځاني پريژدۍ. څوزره کیلومتره لرې راغلی دوشمن مو پخپل کور کې راته لوﺉ واړه وژني. زه دغو بیغرته بې ناموسه افغانانو ته وایم چې تاسو امریکا ته لاړشۍ، بیا په امریکا کې ماشوم پریژده، ته یو پینځوس کلن ووژنه چې تا سره څه کوی، دلته خو زموژ ماشومان دۍ وژني دا وخت به تیر شی. خو انشاءالله داسې ورځ به راځي د اشغال ټغر به ټول شي. غالیمګﺉ به څه کړي په کوم خوا به مخ توره وي. الله تعالی دې کورنۍ ته صبر… نور لوستل »