چاغوالی ولې روغتیا لپاره جدي ګواښ دی؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): په دې وروستیو کې نړۍ کې په ماشومانو او ځوانانو کې چاغوالی په بې ساري ډول ډیر شوی دی، په ځانګړي ډول په پرمختللي هېوادونو کې اوسمهال ۲۵سلنه ځوانان د وزن زیاتوالي سره مخ دي چې له برخې یې ۱۵سلنه د چاغوالي اضافي اندازې ښکار دي.

په دې راپور کې چې روسیې ورځپاڼې «ګازیتا» خپور کړی ویل شوي، د روسیې هېواد نیم وګړي په منځني عمر کې د اضافي چاغوالي سره مخ دي، او په کوچنیتوب کې د وزن زیاتوالی په ځوانۍ کې د اضافي چاغوالي (ناروغیو محموعه) لامل کیږي.

هغه ۵۰سلنه ماشومان چې په شپږ کلنۍ کې د وزن زیاتوالي سره مخ کیږي په ځوانۍ یا د بلوغ په مرحله کې له اضافي چاغوالي سره مخ کیږي، او دغه امکان په ځوانۍ کې ۸۰سلنه ته لوړیږي.

د چاغوالي زیاتوالی

د ۵ نه تر ۱۹ کلونو عمر لرونکو ماشومانو او ځوانانو کې د چاغوالي کچه د ۱۹۷۵ او ۲۰۱۶م کالو ترمنځ په بې ساري ډول زیاته شوې ده، دغه کچه په شلمه پيړۍ کې ۴سلنه خو د یو ویشتمې پیړۍ په پېل سره ۱۸سلنه ته پورته شوې ده.

د چاغوالي کچه د نارینه و سربېره په انجونو کې هم په عام ډول ۱۸سلنه زیاته شوې ده، راپور زیاتوي چې په ځانګړي ډول روسي وګړي چې عمرونه یې له ۳۰ کلنۍ زیات دي په پراخه کچه د اضافي چاغوالي ښکار دي، دوی د چاغوالي څخه په رامنځته کېدونکو ناروغیو هم اخته دي.

د چاغوالي ځینې لاملونه

ګازیتا ورځپاڼه ښيي چې د چاغوالي ناروغي ممکن د هاضمې سیستم خرابوالي، معدې ناروغي، داسې خواړه خوړل چې د هرمونونو مخنیوی کوي، ذهني فشار، انتي بیتک استعمالول او داسې نور درملونو استعمال څخه رامنځته کیږي.

دغه ډول په کوچنیو کولمو کې د دفاعي حجرو ډیر فعالیت هم د وزن زیاتېدو لامل کېدلای شي، دا حجرې په غوړ لرونکو خوړو کې ناسم تعامل کوي چې د ځینې زیان لرونکو موادو د راټولیدو لامل کیږي او په پایله کې چاغوالی رامنځته کیږي.

د چاغوالي منفي اغیزې

دا لرې نه ده چې زیات وزن دې د چاغوالي له کبله د زړه، شکر زیاتوالی او وینې رګونو له کبله وګړي له مرګ سره مخ کړي، دغه ډول د بدن د غړو او جوړښت بد نظمي او د سرطان رامنځته کېدو هم ستر لامل دی.

د ځینو څيړنو له مخې کله چې چاغوالی له ۴۰ کلنۍ وړاندې رامنځته شي په ښځو کې ۷۰سلنه د رحم دننه سرطان، په نارینه و کې د پښتورګي سرطان ۵۸سلنه، او د کولون سرطان ۲۹سلنه ګواښ زیاتوي، همدا لامل دی چې د سرطان مخنیوي لپاره پوهان د وزن زیاتېدو مخنیوي جدي سپارښتنه کوي.

روسۍ ګازیتا ورځپاڼه زیاتوي چې چاغوالی په راتلونکې موده کې کوچنیانو ته د ګڼ شمېر ناروغیو لامل کیدلای شي، لکه نفس تنګي، د وینې لوړ فشار، د زړه او وینې رګونو ناروغۍ لومړنۍ نښې او د رواني ستونزو احتمال هم زیاتوي.

د میندو چاغوالی ددوی د کوچنیانو د ژر زړښت لامل هم کیږي، د ځينو څیړنو له مخې هغه کوچنیانې چې چاغې وي په دوی کې د زړښت نښې د هغو په پرتله چې چاغې نه وي ژر راڅرګندیږي، همدا لامل یې د اضافي چاغوالي هم کیدلای شي.

د یادونې وړ ده چې د چاغوالي مخنیوي لپاره پوهان یوازې په ځانګړې درملنه بسنه نه ښيي، بلکې دوی وایي چې په بشپړ ډول باید خوراکي رژیم، د ورځې وړه کړه منظمېدل او سربېره پر دې په مناسبه اندازه ورزش ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د