د «الکلاسیکو» ریال مدرید او برسلونا سیالۍ نېټه وځنډېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د اسپانیا فوټبال فدراسیون په «لالیګا» لیګ کې د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ مشهوره سیالۍ له ټاکلې نيټې څخه وځنډوله.

دغه سیالۍ چې د نړۍ تر ټولو مشهوره سیالۍ بلل کیږي او د نړۍ نامتو لوبغاړي په کې ګډون کوي «الکلاسیکو» نومول کیږي، او په کال کې دوه یا درې واره ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د برسلونا په کوربه توب په کامپ نو لوبغالي کې ترسره شي، خو د ځینو ستونزو له کبله د دیسمبر میاشتې ۱۸مې نېټه ته وځنډول شوه.

د اسپانیا امنیتي ادراو ددغې هېواد فوټبال فدراسیون ته خبر ورکړی چې دوی ددغې سیالۍ لپاره د امنیت تضمین نشي ورکولای، په دغه ورځ د برسلونا په ښار کې د سترو لاریونونو تمه کیږي، چې له کبله یې د سیالۍ نېټه وځنډول شوه.

له دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا فوټبال فدراسیون د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو چارواکو څخه د یادې سیالۍ د نیټې بدلولو غوښتنه کړې وه خو دواړو رد کړه، چې وروسته د اسپانیا امنیتي ادراې په تضمین نه ورکولو د نیټې د ځنډولو پریکړه وشوه.

د یادونې وړ ده چې الکلاسیکو سیالۍ د اسپانیا کلب تر ټولو غوره سیالۍ ده، چې د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، په دغه لوبډلو کې د لیونل میسي په ګډون یو شمېر نور مشهور لوبغاړي لوبیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د