د شپږیزې پایلوبه کې نن محمد نبي او راشد خان مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د شپږیزې لیګ په پایلوبه کې نن د جمعې په ورځ د راشد خان او محمد نبي لوبډلې مخامخ کیږي.

د محمد نبي لوبډلې «مس عینک اتلان» لومړۍ کوالیفایر کې د راشد خان لوبډلې «بند امیر ښاماران» ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار موندلې وه، بل خوا د راشد لوبډلې د کابل بازان لوبډلې ته په دویم کوالیفایر کې د زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

د بند امیر ښاماران او مس عینک اتلان لوبډلو ترمنځ به د شپږیزې لیګ پایلوبه د ورځې په ۱۱:۳۰ بجې په کابل لوبغالي کې پېل کیږي.

تر دې ده په یادو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی د بند امیر ښاماران لوبډلې اوپنر توپوهونکی جاوید احمدي دی چې ۳۳۸ منډې یې جوړې کړې دي، په دویم نمبر د کابل بازان لوبډلې آلراونډر کریم جنت دی چې ۳۱۷ منډې یې جوړې کړي، دواړو لوبغاړو یوه-یوه سلیزه هم وهلې ده.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزې لیګ تېر ۲۰۱۷/۱۸م کال جام اتلولي د راشد خان لوبډلې بند امیر ښاماران خپله کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د