امریکا او ترکيې د سوريې په شمال کې د عملياتو په ځنډولو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاويش اوغلو ويلي، واشنګټن او انقرې د سوريې په شمال کې په لنډمهالي اوربند هوکړه او کردي ملېشې به له يادې سيمې وځي.

مايک پنس انقره کې د امریکا په سفارت کې رسنيو ته وويل، کردي ملېشو واشنګټن ته ضمانت ورکړی، چې له سيمې به خپل وسله وال وباسي او له ترکيې سره يې په دغه سيمه کې د خوندي سيمې په رامنځته کولو هم هوکړه کړې ده.

د امریکايي او ترکي پلاوي ترمنځ دغه ناسته څلور ساعته د ترکيې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې روانه وه.

د امریکا مرستيال ولسمشر ويلي، ترکي پوځيان به د پنځو ورځو لپاره خپل عمليات دروي، تر څو کردي ملېشې له يادې سيمې په بشپړه توګه ووځي.

پنس ټينګار کړی، چې د دغو عملياتو د درولو په بدل کې به امریکا پر ترکيې لګېدلي بنديزونه هم پورته کړي او د سوريې په خاوره کې به امریکايي پوځيان هم نه وي.

بل پلو د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې هېواد په سوريې کې خپل عمليات نه دروي، بلکې د لنډې مودې لپاره يې ځنډوي او وضعیت به څاري، چې ترهګرې ډلې له سيمې وځي که نه.

جاويش اوغلو زياته کړې، چې د سوريې په شمال کې د عملياتو موخه يې دا ده، چې کردي ترهګرې ملېشې له سيمې وباسي او دغلته خوندي سيمه رامنځته کړي، تر څو په ترکيه کې شل لکه مېشت سوريايي کډوال دغې سيمې ته راستانه شي.

ترکيه وايي، د سوريې په شمال کې خوندي سيمه به د ترکي پوځيانو تر ولکې لاندې وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، له ترکيې ښکلي خبرونه ترلاسه شوي، «د ميليونونو خلکو ژوند به وژغورل شي» او په دې اړه يې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان څخه هم مننه کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

آفرين دي وي د ترکانو او ترکيې پر نر او خواخوږي، هيواد دوست ولسمشر. د ټرامپ يې هم ور استولی ليک په کثافت دانۍ کي واچاوه او هم يې پر کو… کښېناوه.
ولسمشر، حکومت او پوځ بايد دغسي وي، نه لکه زموږ د امريکې غلام ولس —– مشر، بل واکی حکومت او د پردو په معاشونو اجير او خپل ولس وژونکی پوځ . مرګ مو پرده سه ! کثيفو غلامانو !