
قطر د بهرنيو کارکوونکو لپاره د «کفيل» نظام خمتولو اعلان کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د قطر حکومت وايي، د بهرنيو کارکونکو لپاره د کفيل نظام په بشپړ ډول ختموي.
د قطر د کارګرانو او ټولنيزو چارو وزير يوسف محمد العثمان فخرو ويلي، تر ۲۰۲۲ کال پورې به په دغه هېواد کې د بهرنيو کارګرانو لپاره د لږې مزدورۍ او اجورې نظام هم پيل شي.
د بشري حقونو او مزدورانو د چارو څارونکې ډلې پر قطر نيوکې کوي، چې د مزدروانو حقونو ته درناوی نه کوي، خو د قطر حکومت اوس پرېکړه کړې، چې د کفيل نظام به نور په بشپړ ډول له منځه يوسي.
د قطر سربېره په سعودي او نورو عربي هېوادونو کې د بهرنيو کارګرانو لپاره د «کفيل» يا بادار شتون اړين دی، چې هلته به د ياد کفيل تر مشرۍ لاندې کار کوي او د هغه له اجازې پرته د کار ځای نه شي بدلولی.
د کارګرانو نړيوالې ټولنې هم د قطر حکومت د نوې پرېکړې ستاينه کړې ده.
قطر په داسې حال کې د کفيل نظام د ختمولو اعلان کړی، چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيواله سيالي به په قطر کې کيږي او د دې سيالۍ د تيارۍ لپاره قطر لسګونو زرو مرزدورانو ته اړتيا لري او له همدې امله يې د کارګرۍ په ويزو او قانون کې هم اسانتيا راوستې ده.
رويټرز خبري اژانس د قطري چارواکو له قوله ويلي، د کفيل نظام د خمتولو قانون به د ۲۰۲۰ کال څخه عملي کيږي.
د قطر حکومت دا تصمیم د ستاینو وړ دی دا کار باید له اوله داسی نه وو فکر کوم د دوی پلرونو انیکونو ته به همدی اروپایانو کړی وی چه په عربی نړی کی یی د دوی سلطنتی کورنی نصب کړی . دا کار به یی په دی خاطر هم کړی وی چه نړیوالو ته د مسلمانانو کمزوری او د غربی هیوادو د موکراسی وځلوی هلته خارجی کسانو ته شهریت ورکوی د کار ویزی ورکوی او د هغوی د نورو هیوادوالو به شان ورسره چلند کیږی او عربی هیوادو کی برخلاف د غلامانو په شان تری استفاده کیږی یعنی په… نور لوستل »