ورزش

مس عینک اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د محمد نبي لوبډلې مس عینک اتلان د بند امیر ښاماران لوبډلې ته په ماتې ورکولو د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله.

د شپږیزې لیګ پایلوبه له زړه بوږنونکي حالت وروسته د مس عینک اتلانو لوبډلې وګټله، دا دویم وار دی چې د محمد نبي په مشرۍ مس عینک لوبډله دغه جام خپلوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن د جمعې په ورځ په ۱۱:۳۰ بجې په کابل لوبغالي کې پېل شوه چې لومړی توپوهنه د راشد خان لوبډلې وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷ او باطن شاه چټکې ۲۳ منډې جوړې کړې، د مس عینک لوبډلې لخوا نوین الحق ۳ او شرف الدی اشرف ۲ ویکټې وسوځولې.

په ځواب کې د مس عینک اتلانو لوبډلې د رحمان الله ګربز او نور علي ځدران په ملتیا غوره پېل کړ، دوی د ۷۱ منډو ملګرتیا وکړه، خو په وروستۍ شېبو کې د محمد نبي له سوځېدو وروسته یې لوبډله له سختو ستونزو سره مخ شوه او په دوه وروستي اورونو کې يې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د شلم اور په ۵م توپ یې بالاخره بریا خپله کړه.

Image

ددوی لخوا نور علي ځدران ۴۲، رحمان الله ګربز ۳۶ او محمد نبي ۳۰ منډې جوړې کړې، د بند امیر لخوا مجیب الرحمن ۲، جاوید احمدي او باطن شاه یوه-یوه ویکټه واخیسته.

شرف الدین اشرف د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي ۲ ویکټې واخیستې او ۹ منډې یې جوړې کړې.

د یاد سیریز تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی نور علي ځدران دی چې په ۷۰.۸۰ اوسط سره یې ۳۵۴ منډې جوړې کړې، ورپسې جاوید احمدي چې په ۵۸.۵۰ اوسط سره یې ۳۵۱ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال شپږیزې لیګ اتلولي د راشد خان لوبډلې بند امیر ښاماران په داسې حال کې ګټلې وه چې خپلې سیال لوبډلې مس عینک اتلانو ته یې له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته ماتې ورکړې وه.

Image may contain: one or more people, people playing sport, stadium, crowd and outdoor

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x