ننګرهار کې د جومات دننه غبرګو چاودنو «۶۲» تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه غبرګو چاودنو تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د راپورونو له مخې، غبرګې چاودنې د هسکې مېنې ولسوالۍ په «جو دره» نومي سیمه کې، نن ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې په داسې حالت کې رامنځ ته شوې، چې د سیمې اوسېدونکي جومات ته د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره راټول شوي وو.

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دې پېښه کې تر دې دمه ۶۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه هيڅ کومې ډلې د پېښې مسئولیت نه دی منلی.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، دا برید د حکومت او داعش کار بللی او په تړاو یې خواشیني ښکاره کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

سکولرستانو، په سر کي ئي غني، عبدالله عبدالله او ورسره تړلي پخواني کمونستانو د اسلام مذهب، قران، عالم او مسجد سره سخته دښمني شروع کړي. بيدون له شکه بايد وويل شي، چه ددي ټولو قتلونو شاته دغه بيدينه عناصر ولاړ دي. ملت د په دي کي نور هيځ شک نه کوي او په مقابل کي دي په ټول قدرت سره ودريږي، ترځو له دغو بيدينه دالرخورو او دهغوي له بادارانو ځانونه خلاص کړي. بله هيځ چاره نشته، ځکه دغه خلک دقدرت او دالرو لپاره له خپلو ښځو هم تير دي او هري بيناموسي ته حاضر دي. مرګ په دغو بيدينه… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دابمب د هغوناکامو کاندیدانو دی چی خپل زړه یی پر بی ګناه مسلمانانو خالی کی. الله(ج) دی د شهیدانو شهادت قبول کی او ټپیانو ته شفا عاجل او کامل غواړو. او عاملین په دنیا کی شرمنده اواخرت کی جهنم په برخه کی.

جميل
میلمه
جميل

انالله وانا اليه راجعون دا څومره رزالت او نامردی ده ، د اسلام او مسلمانانو سره دومره دښمنی او کرکه ، شيطان الرجيم به لا حيرانی اخيستی وی چی دا وګوره دا څومره پست انسانان دی . هغوی چی په پاکو بدنو او پاکو کالیو د الله تعالی د رحمت لپاره د جمعی لمانځه ته ورځی ، که دا ذليله ، زبون ، کرکجن او د انسانيت دښمنان پدی پوه سی چی په مسجد کی وژل سوی ټوله پاک شهيدان دی ، لدی فانی بنديخانی څخه آزاد سوی او د خپل خالق ليدوته ور روان دی دغه وحشی او غير… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

عجیبه ده چه ته یی په مسجد کی شهیدوی روا او چی هغه یی وژنی بیا یی رذالت او نامردی بولی.