طالبان: ننګرهار کې په لمونځ کوونکو برید په کلکو ټکو غندو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې، په ننګرهار ولایت کې د یوه جومات دننه د غبرګو چاودنو راپورونه ورکړل شو، طالبانو یاد برید په کلکو ټکو غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خپله غمشریکي څرګنده کړې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې په یوه مسجد باندې د هاوان برید یا چاودنه چې ممکن د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو لخوا ترسره شوی وي، لوی جنایت دی.»

مجاهد زیاتوي «اسلامي امارت دغه ظلم په ترټولو سختو ټکو غندي. شهیدانوته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.»

یاده دې وي، چې نن ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه غبرګې چاودنې داسې مهال رامنځته شوې، چې ګڼ شمېر خلګ د جمعې د لمانځه اداء کولو ته راټول شوي وو.

د لومړنیو معلوماتو په اساس، په یاد برید کې تر دې دمه ۶۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.

د پېښې مسئولیت هیڅ کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د تروریستانو هدف د خلکو وژنه ده. هغوی ته تبلیغ شوی چی ټول هغه خلک چی د افغانستان د حکومت تر ولکی لاندی ژوند کوی کافران دی او باید ووژل شی که دا وژنه په جومات کی وی او یا که په ښار او د خلکو په ګڼه ګوڼه کی.

( ## )

مجاهد
میلمه
مجاهد

د امریکا او اروپا لیوانو ته تول افغانان مجاهدین دی مهمه نه ده چه هغوی سره وسله نشته او یا وسله ولری غریبان په غریبانو وژنی یعنی امریکایی عسکر هم ټول غریبان دی د غریبی او نابوهی له امله یی دغه وحشيان او بی ننګه دنده منلی، د بی رحم کولو د پاره ورته کنترول نشه توکی ورکوی چه هر څه یی په مخه ورځی هغوی وژنی ، خو کله چه یی د قرارداد وخت بوره او خپلو هیوادو ته ستانه شی نور نشه توکی نه ترلاسه کوی ټول وحشتونه یی تر سترګو کیږی مګر دیر ناوخته وی نو بیا… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل خانه ډير ### انسان ئي ډير بي منطقه ليکني کوي او مسلمانان د نه خوشيږي. کاروان