افغانستان

اروپايي ټولنه: د طالبانو او امریکا تر منځ دې درېدلي مذاکرات بیا پیل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی «رونالډ کوبیا» وایي، اروپايي ټولنه هڅه کوي، د سولې د خبرو په لړ کې د اوربند لپاره زمینه برابره کړي او هیله لري چې د طالبانو او امریکا درېدلي مذاکرات بیا پیل شي.

کوبیا چې نن یې د هرات په اتم امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې، د افغانستان د جګړې له ښکېلو لورو یې وغوښتل، چې اوربند ته غاړه کېږدي.

کوبیا وویل « هره ورځ لسګونه تنه د جګړې قرباني کېږي؛ نو ځکه اړینه ده د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې درېدلي خبرې بیا پیل شي او یوه اوربند ته زمینه برابره شي».

د کوبیا په قول، د یوې تلپاتې سولې لپاره اړین ګام دادی، چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته را وړاندې شي او اروپايي اتحادیه تیاره ده په دې برخه کې تضمین ورکړي».

د طالبانو او امریکا مذاکرات، چې څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول، اوس یې یو ځل بیا د پیل هیلي راټوکېدلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا او اروپا هماغسی چه نظامی ډګر کی د شرمیدلو ماتو سره مخ شوی سیاسی ډګر کی به هماغه پیمانه هم د شرمیدلو ماتو سره مخ شوه: د امریکا ګود شیطان د طالبانو سره خبری مرموزه او یو کال اوږدی کړی د همدی د پاره که طالبان هم د پخوانی جهانی یا ګلبدین په شان د کابل غلامی اداری سره خبرو ته کینوی مګر د پردی بهر یی د اشغالګر عسکرو د ویسلو او طالبانو څخه [ چه القاعده به په نړیوال استعمار برید نه کوی ] تضمین مګر د پردی دننه د کابل د غلامی اداری سره یاد طالبان… نور لوستل »

مجاهد

اروپایی اتحادیه، ناتو او داسی نور اروپایی هیوادونه خو مخکی له مخکی د امریکا غلامان دی څه چه ورته وایی هغه وایی او هغه کوی . د اروپایی اتحادیی همدغه خبره چه له طالبانو هیله لرو چه اتش بس وکړی او د غلامی اداری سره خبری وکړی همدا د امریکا د روغی جوړی د لغوه کیدو دلیل وو ، اوس هم هڅی لری چه که په طالبانو فشار زیات کړو چه له امله به یی مظلوم او بی دفاع افغان اولس هم قربانی ورکوی، په څنګ کی له یوی او بلی خوا به د دوی لمړی او دوهم کلاس غلامان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close