د داعش پخوانی قومندان سره له درو نورو قومندانانو او مشرانو افغان حکومت ته تسلیم سو

د ننګرهار د چاودنې تلفات ۹۳ ته ورسیدل، برید داعشیانو کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): نن ټکی آسیا ته رسیدلي معلومات ښیي چې د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د جمعې په لمانځه برید د داعش لخوا شوی دی. د سیمې یوه اوسیدونکی نن ټکی اسیا ته وویل چې لومړی په لمونځ کوونکو ځانمرګی برید شوی او وروسته چې خلکو غوښتل مړي او ټپیان له جومات څخه انتقال کړي، داعش وسلوالو سیمې ته له ورڅیرمه غرنیو سیمو په خلکو ډزې هم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې له څو میاشتې راهیسې طالبانو د داعش پر خلاف پراخ عملیات پيل کړي دي او ډیرې سیمې یې د داعش له واکه ایستلي دي. د ننګرهار د هغو سیمو خلکو چې پخوا د داعش تر واک لاندې و د طالبانو ملاتړ کړی دی چې دې کار داعش وسلوال د ولسي وګړو پر خلاف قهرولي دي.

څو ورځې وړاندې داعش وسلوالود ټولنیزو رسنیو له لارې  په ننګرهار کې د خوګیاڼیو، وزیرو او ځینو نورو قومونو ته ګواښ کړی و چې وژونکي بریدونه به ورباندې وکړي. داعشیانو په عامو وګړو د ارتداد تور هم لګولی وو.

وروستي راپورنه وایي چې د ننګرهار د عام وژونکي برید د تلفاتو شمیر ۹۳ ته رسیدلی او لسګونه نور ټپيان دي. په سیمه کې د باراني موسم له امله د ټپيانو انتقال له ستونزو سره مخامخ شوی دی. باید یاده کړو چې داعشیان هر هغه څوک مرتد او واجب القتل ګڼي چې د دوی سره اختلاف لري، دوی په عامو مسلمانانو داسې خونړي بریدونه له دې وړاندې په سوریه، عراق او نورو سیمو کې هم ترسره کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

غلامه اداره داعشیان دی او د اشغالګرو د پاره داعشیان حزبیان یا بلیک واتر دی .

عبدالله
میلمه
عبدالله

داسی نوری ظالمی دلی او تپلی هم شته چی ورته کارونه د اسلام په نامه کوی، هغوی هم زانونه پر حق بولی، همداسی زانمرگی کوی بیگناه په مساجدو کی شهیدوی. هغوی ته چی ووایی دا کار دپنجاب د پاره مه کوی، دا کار د اشغالگرو د پاره مه کوی دستی تهمت راباندی ولگوی چی ته دالر خور یی ته غلام یی او ته فلان یی. وه ظالمه د داعش دا عمل په مسجد کی چی شوی ظلم یادوی نو دا خپل ظلم چی مولوی ریحان سره مو تقریبا ۱۵ نور عام خلک شهیدان کرل ولی ظلم نه درته شکاری؟؟ بس… نور لوستل »

مدثر
میلمه
مدثر

افراطیت افراطیت دی هغه که په هره بڼه او جامه کی وی، تر څو پوری چی دافغانستان ټول ولس په ملی احسا راپورته نه شی، او افراطیت ونه غندی تر هغو پوری به دا کیسی روانی وی، هر وخت چی په موږ کی دملی ګرایی انګیزه قوی شوه بیا به له دی مشکلاتو خلاصون پیداکولی شو تر هغو پوری هیڅ هم نه شو کولی، طالب وایی داعش کړی ،زه وایم چی طالب د مجاهد بقایا او داعش د طالب بقایا دی په اصل کی مفکوره ټوله یوه ده

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د هسکی مینه برید،زابل، کابل برید.فلسطین کی د اسراییلو بریدونه،
ټول سره یو شی دی.
عقیدی د هر چا خپلی خپلی .داعش،طالیب،القاعده.دولت .امریکا هم ټول قاتلین دی

اجمل
میلمه
اجمل

داعش او طالب دواړه د یوی چینې څخه اوبو څیښی. دواړه د سرحد هاخوا نه راځی، دواړو ته پنجابیان اسلحه ورکوی او دواړه موظف پر د دی چی په جوماتونو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کی انتحاری وکړی.

جلال
میلمه
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم که د مسلمان امیر پرخلاف بغاوت سره څوک مرتد کیږی، نو ټولونو اول مرتدین همدا بلک واتری ‍‍ظالم او جاهل داعشیان دي، چی د طالبان اسلامی پر ضد بغاوت کړی دی. په دی برسیره نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چی چا چی یو مسلمان ته کافر وایی نو دا د کفر کلمه پورته کیږی، که هغه سړی کافر نه وو نو راځی د همدی تکفیر کوونکی په غاړه اچول کیږي. بل ځای کی نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چی مؤمن ته ښکنځی کول فسق دی او هغه سره جګری کول… نور لوستل »