پرونی وزیر؛ او په خوب کې د طالبانو دویم کابل

استاد محمد زمان مزمل

((فرهنګي اشر: دا د هغو مقالو ،مباحثو او د څو مهذبو فرهنګیانو په منځ کې تنظیم شوی ډیالوک او ازاد بحث دی چې په تېر څلویښت کلن بحران کې ړنګ شوي ارزښتونه،ملي او مذهبي ثوابت، له سره بحث او په مجموع کې دغه تقسیم شوی ملت د یوې واحدې ملي جذبې لاندې سره نږدې، خوندي او د هغوی سره د ملي زعامت په انتخاب کې چې یوه مسلسله جنجالي قضیه ده په ښه طریقه همکاري وکړي.

په همدې سلسله کې ما خوب لیده دا پکې اول بحث دی.

پر دې باندې د ازادو تبصرو وروسته به ددغه فرهنګۍ اشر مخکښان انتخاب او پخپلو کې د یو کلن اشر سلسله تنظیم کړي.

هغه چې سیاستوال او موږ ته په فکري کنډواله کې په میراث پریښې باید دین او وطن ته متعهد فرهنګیان یي ورغوي. استاد زمان مزمل))

خوب وینم:

خوب وینم چې عمرې ته تللی یم دوه میاشتې هلته پاتې شوم پدې منځ کې طالب مشرانو له کابل حکومت او سیاسي احزابو سره روغه جوړه وکړه او په یو بختور تحول کې د افغانستان قضیه په یوه ډیره پتمنه طریقه حل شوه.

له تلویزیون او راډیوګانو اورو چې دا وشول او دا وشول او موږ په بهر کې د خپل هېواد د لیدلو لپاره لکه د ریګ نینې،مټکور زړه په ګوګل کې ګرځوو.

خوب وینم چې ددغې دیموکراسۍ د دوران یو متقاعد وزیر عمرې ته راغلی وي او ما مجبور کړي چې د کابل د لیدلو لپاره ګډ ولاړ شو کله چې کابل ته ولاړو هلته زما او بیا د وزیر لپاره کابل واقعا یو بدل ښار و.

کله چې چارایي مسعود ته ورسیدو د امریکا د سفارت ورڅیرمه سرک باندې مخامخ په اریانا چوک ورغلو او بیا د نجات د لیسې پر سرک په چارایي زمبق مخ په قبله روان شو

وزیر صیب احساساتو واخست او ماته یي وویل: پدې یوه میاشت کې څه شوي او طالبانو څه معجزه کړې چې دا سرکونه یي دومره لوی لوی کړیدي؟

زموږ استقبال ته راغلي ځوان وخندل او ویي ویل:

طالبانو هیڅ ندي کړي ایله د راغلي امنیت په خاطر یي پدې کوڅو کې د جوړ شوو بالاحصارونو سیمنټي تختې ټولې کړي ځکه خو وزیر صیب کابل درته بدل او د تماشا وړ ښکاري.

وزیر صیب وویل:

هغه د موټرانو او پیاده خلکو ګڼه ګوڼه څه شوه؟

ځوان ورته وویل:

کابل نوی ازاد شو آن د تېر حکومت د چارواکو په شمول بلکې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په شمول ټول په یوه لویه میله او جشن کې خپلو ولایاتو او کلیو د لیدلو لپاره وتلي او ښار پکې تش ښکاري ځکه بهر امنیت دی.

پدې کیسه کې موږ د پولې یک پیسګي چهل مترې ته ولاړو او د باغ عالي مردان په یوه کوڅه وربرابر شو، بیا وزیر نعرې کړې:

دلته هغه زموږ د وخت لښکر لښکر پوډریان څه شول؟دا په کومه خوا ولاړل؟

ځوان وویل:

د طالبانو په راتګ په ټول هېواد کې د اپینو کښت او تجارت داسې قرنطین شو چې پوډریانو ته چا د پوړیو د رسولو فرصت پیدا نشو کړای او هر چا خپل پوډریان له دې کنډوالو خپلو کورو ته یوړل.

پدې کې د طالبانو تماشا کابل او پکې جوماتونه خپل زوړ جمو جوش پیدا کړی وه

کله چې له حاجي عبدالرحمن جوماته راووتو، نه سوالګران و او نه یي هغه محشر نعرې سورې

بلکې د جومات بهر د خزان وهلې پاڼې په رنګ یو بورډ نصب و او په هغه یي په غټو غټو ټکو لیکلي و:

پړه مو په لیمو، د سوو کورونو پور به مو د کابل په نوې عینو مېنه کې درکړو.

خدای شته چې ماته د راغلي تحول دغه خوب چې څومره رنګین و دا پکې د رنګینیو هرم و زموږ په تهذیب کې پړه منونکی د ګرمې له پور خلاص دی.
کله چې د بورډ د لیدلو فارغ شو بیا مو پخپلو کې وویل:

دا سوالګرې کونډې او سوالګر یتیمان په کومه ولاړل؟

ځوان وویل:

دوه ویشت ورځې مخکې طالبانو د ملکي وژل شوو کسانو لپاره اختصاصي محکمه جوړه کړه هغه چې د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوي د هغوې دیت یي هم پخپله طریقه اجرا کړ او هغه چې د امریکا+حکومت په بمبارد او عملیاتو کې وژل شوي و د هغوې دیت یي هم پخپله طریقه ادا کړ او پدې ترتیب دغه سوالګرې ښځې او سوالګر یتیمان نن د کابل په هغو اپارتمانونو کې اوسي چې نوي حکومت د هغوی لپاره په یوه بله محاسبه کې مفت پیدا کړل
متقاعد وزیر صیب وویل:

په کومه محاسبه کې؟

هغه ځوان وویل:

درې هفتې وشوې چې د کابل پلازې او بلند منزلونه له سره بررسي شول او هغوی چې تر دوو زیات پلازې او بلندمنزلې یي درلودل هغه په یوه دقیق محاسبه کې البته ددوې د شخصي داراییو د محاسبو په حساب مصاداره شوې او نن یي په پلاټونو کې هماغه مظلومان او کونډې اوسي چې د امریکایي یرغل په جګړو کې په ناحقه وژل شوي و.

کله چې یوه هوټل ته ډوډۍ ته جګ شو وزیر صیب د ډوډۍ په سر وویل:

دا شپږ میلوني کابل ولې دومره چوپ او ارام دی؟

د مقابل میز یو سپینږي پرې غږ کړ:

مدیر صیب د نوي نظام په راتګ د اردو او پولیسو بدمعاش امرین او بې بندوباره رینجرې خپلو فرقو او قشلو ته ولاړې، بې ضرورته هغوی ته په بازار کې د ګشت اجازه نه ورکوي.

د ډوډۍ خوړلو نه وروسته وزیر صیب وویل:

زه مې د باجه کره ځم ولې ناوخته ده په راه بندې کې ګیر نشم او په څومره وخت کې به ورسیږم؟

د ټیکسي موټروان مخ ورته رواړوه او ورته ویي ویل:

خوجه صیب! ازداحام او دا راه بندې ټوله د هاغو ویریدونکیو وزیرانو له طفیله وه چې په راتللو او تللو کې یي ورته په ساعتو لارې بندولې نن د طالب په راتګ او نوي حکومت له برکته په کابل کې د لګزیس او لینکروزرو کاروانونه څوک نه بدرګه کوي.

او کله چې زه د چمن حضوري په جنوبي چوک کې له وزیر صیب نه رخصتیدم نو وزیر صیب لاس په تندي کېښود او بې خرته یي نعرې کړې:

دا بالاحصار پدې ښکلي ډیزاین کله جوړ شوی؟او پدې لویه تخته د ازادۍ د ښار دغه نقشه څه وخت ترتیب شوئ؟

د ټیکسي ډریور پرې غږ کړ:

چې طالبانو د امن کابل له سرکو ،ادارو ،وزیر اکبرخان ،شهرنو او ټول کابل نه دغه سیمنټي دیوالونه راټول کړل او د کابل په تاریخي بالاحصار کې یي درې کمربنده دیوالونه ترېنه جوړ کړل اوس نو د خلکو خوښه چې پدې سیمنټي دیوالونو باندې د امان الله خان تصویر باسي؟ امرمسعود تصویر باسي؟شهید ادام خان که د مولوي شفیع الله تصویر باسي؟ او که د شهید ملا بورجان او امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد تصویر باسي؟

پدې وخت کې زموږ درې واړو نظر دوه نورو بورډو ته شو چې دواړه د بالاحصار په دروازه نصب و:

په اولني بورډ کې د افغانستان د ټولو مشرانو د تصویر لاندې د افغانستان مطرح خلک د پخلاینې هغه پوستیوال غونډې ته دعوت شوي و چې د تکبیر د شپې په تاریخ د همدې مشرانو په حضور د بالاحصار په منځني کمربند کې دائریږي او په هغې کې به د افغانستان خلک او ډلې به عفوه اعلانوي او د بحران د ختمولو په دود به څو امریکایي او څو روسي ټوپک د یوې جنازې په توګه په ځمکه کې ښخوي.

په دویم بورډ کې هر څه د ازادۍ د نوي ښار نقشه ده هغه په یو لوی مصرف او عصري سیستم څلور هېوادونو یي د ابادولو ذمه کړې

د اردوګان ترکې،د ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو او د قطر دولت.

وزیر پدې تحول ډیر خوشحاله شو او له سترګو نه یي د خوشحالۍ اوښکې راغلې او ویي ویل:

خدایه که ناوخته هم راغله شکر چې افغانان متحد شول او سوله راغله.

په همدې کې زه له خوبه راویښ شوم نه عمره وه، نه وزیر و او دا ټول یوې رښتینې تعبیر ته پاتې خاطره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

مزمل صاحيب
سلامونه او احترامات
You did really touch my and surely many people heart with this amazing article
👌👌👌
Many many thanks
May
ALLAH SWT
give you long life
Amen

اجمل
میلمه
اجمل

مزمل صیب: الله د خوب ریښتیا کړه. پدی خوب کی طالبانو څنګه د تصویر اجازه ورکړې، بیا د امان الله خان نصویر ته. په والله چی طالبان په ریښتیا اصلاح شوي البته ستاسو په خوب کی. زه د خوب سره چی احتمالا یو خیال پلو ده سل په سلو کی موافق یم او الله د ریښتیا کړی.
خو کچیری واقعآ یوه ریښتنی سوله راځی بیا به همداسی حادثات په سترګو ووینې او خوب بدی ریښتیا شی انشاالله. خو ډیر داسی کسان هم شته چی ستاسو خوب سره موافق ندی هغوی خپله نلفعه په جنګ کی وینی.