خلیلزاد: د امریکا ملي ګټې د افغانستان په سیاسي حل کې نغښتي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې او جوړجاړي لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې داسي یو سیاسي جوړجاړی چې امریکا خوندي کړي، د امریکا د ملي ګټو څخه ده.

نوموړي د امریکايي پوځ د لوی درستیز جنرال مارک میلي سره تر لیدنې وروسته له ډیر وخت وروسته یو ځل بیا ټویټر ته مخه کړې او د افغانستان سولې په اړه یې ټویټ کړی دی.

خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي: «د نوي لوی درستیز جنرال میلي سره می ولیدل، هغه افغانستان ښه پيژني. مونږ موافقه وکړه چې په افغانستان کې یو داسي سیاسي جوړجاړی چې امریکا د تروریستي بریدونو څخه خوندي کړي، پر مونږ د جګړې لګښت را کم کړي او په افغانستان کې د دوو لسیزو پرمختګونه خوندي کړي، د امریکا د ملي ګټو څخه ده».

باید وویل شي چې خلیلزاد وروسته تر ډیره وخته د افغان سولې او جوړجاړي په اړه څرګندونې کوي، ددې تر مخه نوموړي د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نیټه هغه مهال ټویټ کړی وو کله چې یې د طالبانو سره مذاکرات نهايي کړې وه.

که څه هم د امریکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره مذاکرات مړه او لغوه بللي، خو خلیلزاد په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې یو ځل بیا د طالبانو سره غیر رسمي ناستې کړي او داسي ګمان کیږي چې طالبان او امریکایان دواړه د بیا رسمي مذاکراتو د پیل لپاره چمتوالی نیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

که مکار خليلزاد او مکارو مشرانو يی دا فکر کړيوی چی د خارجی بعد(د اشغالګرو د پوره وتلو تضمين) د حل نه مخکی طالبان و داخلی بعد( اوربند او د غلام دولت سره مذاکراتو) ته اړ باسی ، بيځايه فکر دی .