بغلان کې طالبانو پوځي چورلکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت مرکز کې پوځي چورلکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د بغلان ولايت مرکز اړوند میاګانو سيمه کې يوه دولتي چورلکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده.

مجاهد ويلي چې چورلکه ډنډ شهاب الدين ته د عملياتو لپاره ورغلې وه چې د طالبانو له لوري وويشتل شوه.

نوموړی زياتوي چې دغه يوه له هغو چورلکو څخه وه چې هند افغانستان ته ورکړې دي او په وينا يې چې دغه چورلکې وخت ناوخته په ملکي وګړو هوايي بريدونه کوي او په ولسي وګړو د چاپو لپاره عسکر انتقالوي.

طالبانو د چورلکې د رانسکورولو په پيښه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړی.

د بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د