ملګري ملتونه: ننګرهار کې پر جومات شوی برید دې وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو سازمان  په ننګرهار ولایت کې د جمعې د لمانځه په مهال شوی برید غندلی او له حکومتي ارګانونو یې د پېښې د تعقیب غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي «انتونیو ګوترش» وایي، د ننګرهار د تېرې ورځې پېښه په کلکه غندو او له حکومتي ارګانونو غواړو چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ پورې اړوند «جودره» نومي سیمه کې د جمعې لمانځه ته په راټولو شویو کسانو برید وشو، چې په پایله کې یې ۶۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د پېښې پړه که څه هم کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخستې، خو ځايي سرچینې دا برید د داعش ډلې کار بولي.

طالبانو د یوې اعلامیې له لارې یاد برید په کلکو ټکو غندلی او  حکومت او داعش ډله «چې تر ډېره د حکومت او بهرنیانو پروژه بلل کېږي» د پېښې مسئولین بللي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د