نړۍ

په جنوبي وزیرستان کې امریکايي ډرون تازه بریدونه کړي

drone_attacks_in_wazeristanنن ټکی آسیا: امریکايي ډرون الوتکو په جنوبي وزیرستان کي نن یو ځل بیا بریدونه کړي، چي په اړه يې په سیمه کې استخباراتي چارواکي وايي چي برید د وسله والو پر یوه مرکز باندي سوی چي له کبله يې ۷ وسله وال وژل شوي دي.

یوه بل چارواکي خبر ورکړی چي وژل شوي وسله وال ټول پنجابیان دي.

ویل کیږي چي برید په دقیقه توګه د واڼا څخه شمال شرق ته په لس کیلو متری کي د شالم راغزی په سیمه کی تر سره شوی.

د یادوني وړ ده چي درې ورځي تر مخه هم وزیرستان کې پنجابي وسله وال په نښه شوي وه، چي له کبله يې پاکستان او امریکا ته مطلوب د القاعده شبکې غړی الیاس کشمیري وژل شوی وو.

په دې برید کې تر اوسه مالومه نه ده چي په دقیقه څوک په کښي وژل شوی، د سیمي څخه یو چارواکي رسینو ته ویلي.

باید وویل شي چي شمالي وزیرستان همیشه دداسي بریدونو سره مخ کيږي، چي له وجې يې اکثره وخت د سیمي ولسي خلګ هم په نښه کيږي، او درنه مرګ ژوبله ورته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x