کرزی: پر جومات برید د «سولې د دښمنانو» کار دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وایي، پر لمونځ کوونکو برید د بهرنیو کړیو او د سولې او ثبات د دښمنانو کار دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «  افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ننگرهار د هسکې مېنې په یو جومات او د هرات په زاول ولسوالي کې چاودنې چې زموږ د گڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوې تروریستي کړنې او بشري ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.»

اعلامیه زیاتوي «حامد کرزی دغه ظالمانه اعمال د پردیو کړیو او د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار بولي او له دغه ظلم او وحشت څخه د هېواد او خلکو د خلاصون لپاره یو ځل بیا پر ټولو افغانانو ږغ کوي چې پر ملي ټغر سره راټول شي او د بین الافغانی مذاکراتو له لارې له هېواده د پردو د دسائسو لمن ټوله کړي.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ «جمعه» غرمه مهال د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په «جودره» نومي سیمه کې د یوه جومات دننه غبرګې چاودنې وشوې، چې په پایله کې یې ۶۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د پېښې پړه که څه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخستې؛ خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره حکومت  او داعش ډله ددې برید مسئولین وبلل.

د ننګرهار د تېرې ورځې پېښې ته ګڼو هیوادونو او سازمانونو غبرګون ښودلی، اېران، پاکستان، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هیوادونو او سیاسي ادرسونو دا برید «ترورستي» برید یاد کړی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمشریکې ښکاره کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د