اسلام اباد: د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اپوزيسيون ګوندونه د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه پيلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې جمعيت علمای اسلام ګوند په مشرۍ د اپوزيسيون نورو ګوندونو هم په ګډه د لومړي وزير عمران خان د حکومت پر ضد د پراخو لاريونونو پيلولو اعلان کړی او دغه لاريون يې «د ازادۍ مارش» بللی دی.

د پاکستان سترو اپوزيسيون ګوندونو د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ نون، د اصف علي زرداري په مشرۍ پيپلز ګوند، د اسفنديار ولي خان په مشرۍ ملي عوامي ګوند، د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او يو شمېر نورو ګوندونو د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د حکومت پر ضد پيلېدونکي لاريون کې د بشپړ ګډون اعلان کړی دی.

د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، عمران خان په درغلۍ واک ته رسېدلی، حکومت يې ناکام شوی، د امنيت او هېواد اقتصاد يې ويجاړ کړی دی.

د مسلم ليګ نواز ګوند لارښود نواز شريف په زندان کې دی او د خپل ګوند مشرانو ته يې امر کړی، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ حکومت ضد لاريون کې ګډون وکړي.

د مسلم ليګ نون رئیس شهباز شريف ويلي، د روان اکتوبر مياشت په ۳۱مه به په اسلام اباد کې د حکومت پر ضد تر هغو خپلو احتجاجي ناستو ته دوام ورکړي، تر څو حکومت سقوط نه وی کړی.

د اپوزيسيون ګوندونو د عمران خان حکومت د ولسي رايو پر ځای د پوځ په لاس جوړ شوی بولي او وايي، چې انتصابي حکومت بايد استعفا وکړي او خپلواکو ټاکنو ته لاره اواره شي.

شهباز شريف، محمود خان اڅکزي، اسفنديار ولسي خان او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له مولانا فضل الرحمن سره په جلا جلا خبري غونډو کې د عمران خان حکومت د پوځ په لاس جوړ شوی بللی او ټینګار يې کړی، چې د ولسي لاريونونو پر مټ به اوسنی حکومت نسکور او نوو ټاکنو ته به لاره هواره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاری چی د پخوانی انګريزانو او د اوسنی امريکايانو اصيل غلامان ټوله يوی خواته سوی او غواړی چی د عمران خان دولت نسکوره کړی ، پدی چی عمران غواړی پاکستان ته څه نا څه آزادی وروګټی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د عمران خان په واسطه ذ پاکستان فوځ او حکومت د انګریزانو له غلامی ځان خپلواک شو، پخوا به همدغه فوځ د انګریزانو په قومانده یو غلام ته سیاسی قدرت په لاس ورکولو او د هغه غلام او انګریزانو د پاره به یی خپل خلک وژل او غلامول. مګر کله چه امریکا او انګریزانو فوځ باندی څو پیلونه ډالر بند کړل فوځ فکر وکړو چه په دغه څو بیلونو ډالرو یی مونږ غلامان جوړ کړی یو او فوځ ته د عمران خان په واسطه لارښودنه وشوه. فوځ د نورو وختو خلاف یو خپلواک او مجاهد عمران خان سره په ټاکنو… نور لوستل »