محمد سهیل شاهین

سهیل شاهین: ښايي درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، داسې نښې شته، چې څرګندوي، ښايي د طالبانو او امریکا تر منځ درېدلې خبرې بیا ځلې پیل شي.

شاهین له «ډیلي ټایمز» ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې دوی او امریکايي لوري پلان درلود د سپتمبر د میاشتې په ۱۳ مه نېټه یو تړون لاسلیک کړي او په تعقیب يې د همدې میاشتې په ۲۳ مه نېټه بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ خو ټرمپ خبرې لغوه اعلان کړې.

شاهین زیاته کړې، چې ددوی او امریکايي لوري تر منځ تیاره شوې مسوده قطري چارواکو ته سپارل شوې وه او هغوی پلان درلود په ۴۸ ساعتونو کې دننه ددې تړون د لاسلیک نېټه وټاکي او ددې معاهدې د لاسلیک کولو مراسمو ته د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو د سازمان په استازو سربېره، د اروپايي پارلمان استازي او د ۲۳ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران راوبولي.

د نوموړي په قول، که چېرې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون لاسلیک شوی وای، طالبانو به ورسره هم مهاله په بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه درول، کوم چې د افغانستان د شخړې په حل کې یو مثبت ګام وو.

د شاهین په خبره، دوی د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته ژمن دي او تیار دي له امریکا سره درېدلي مذاکرات د درېدو له ټکي بیا ځلې پیل کړي.

نوموړي ددې ترڅنګ د امریکا له لوري د مذاکرتو درول یوه بې ګټې پریکړه بللې او په خبره یې، امریکا ددې پرېکړې په مټ تر دې دمه هیڅ لاسته راوړنه نه لري او نه به یې په راتلونکي کې ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داچی افغان مجاهدين تر بل هر وخت غښتلی ښکاری او څه ناڅه سيمه ايزی اړيکی يی هم موندلی دی ، طالبانو کراموته نه ښايی چی نور تنزل وکړی او د کفری لښکرو هغه نخری او خواهشات ومنی چی د افغان مجاهد د شان سره نه ښايی چی هغه د کفری محاربو په شتون کی د مذاکراتو تر لاسليک نه مخکی اوربند يا جګړه لږول او د غلامانو سره خبری کول دی . څنګه چی تر اوسه مو پر خپل خالق پوره توکل کړی او د هغه مبارک ذات دوستی مو خپله کړی ، بيره او خواشينی نده پکار . دا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا ګوډ شیطان ( خلیلزاد ) خبیث ته ویل شوی وو په هره لیاره او هره وسیله چه وی د غلامی اداری او اشغال د مشروعیت ورکولو دباره طالبان د کابل د غلامی اداری سره د خبرو کولو د پاره کینوی مګر د الهی فوځ طالبانو تر اخره د غلامی اداری سره له خبرو کولو انکار وکړو او ونه پلورل شول. دی کار امریکا ناهیلی او مذاکراتی توافقاتو چه د امریکا د استعماری ګټو سره په مخالف قطب کی قرار درلود د یو امریکایی ادنی عسکر د وژلو په بهانه ودرول فکر یی وکړو چه طالبان په جنګ کی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

هر هغه سوله چی له بهرنه راځی د خارجیانو د غوښتنو پر بنیاد به ولاړه وې. د سولی غونډی که په مسکو، قطر یا کوم بل ځای کی کیږی خو د بهرنیانو غوښتنوته به پکی د لمړیتوب حق ورکول کیږی. ځکه د بهرنه سوله خو همداسی وی لکه د بن کنفرانس او ځینی نوری غونډی لکه د راولپنډی او پیښور حکومت د مجاهدینو په وخت کی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه .
شاهین ته،
متل دی وایی چه ،غوایی حلال نه دی،خنکی یی په سر ورته نیولی.
بل متل، په پچه ودریده کشمیر یی ولید.
اول اوربند وکړی.چه ولس لږه په کراره سره ساه واخلی،بیا مړی شوی خبری ژوندی کړی،
خو ولس نه د ستاسو او نه د دولت څخه ګیله نه کوی.ځکه چه،
ګیری مو خپلی،خو واک یی پردی دی.ولس پوهیږی چه
دولت او طالیب،کرایی شوی جنګماران ،او قاتلان دی

ترين
میلمه
ترين

په بهرنيو ځواکونو مو حملې بندولې مګر په خپلو وطنوالو به حملې رواني واي.
هي هيي #3# طالبه