نړۍ

اردوګان: که کردي ملېشې ونه وتلې، د سوريې شمال کې به بيا عمليات پيل کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، که کردي ملېشې پر ټاکلي وخت د سوريې له شمال څخه ونه وتلې، نو ترکي پوځيان به يو ځل بيا هلته عمليات پيل کړي.

ښاغلي اردوګان د ترکيې په استانبول ښار کې رسنيو ته وويل، که تر راتلونکې سه شنبې پورې د سوريې په شمال کې د امن سيمې کشاله حل نه شي، نو ترکي پوځيان به يو ځل سيمه کې د کردي ملېشو پر ضد عمليات پيل کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره پنجشبنه د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اردوګان سره د ليدو لپاره انقرې ته تللي او له څو ساعته بحثونو وروسته يې د پنځو ورځو لپاره د سوريې په شمال کې خپل عمليات په دې شرط ودرول، چې کردي ملېشې به له يادې سيمې وځي او دغلته به د ترک پوځيانو تر واک لاندې امن سيمه رامنځته کيږي.

ولسمشر اردوګان وايي، د سوريې په شمال کې د ترکي پوځيانو عمليات بريالي دي او په دې شرط يې ځنډولي، چې تر راتلونکي سه شنبې به کردي ملېشې د سوريې شمال کې له سرحدي سيمې ۳۵ کيلومټره لرې وځي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه اوربند هرکلی کړی او په دې اړه يې د خپل ترکي سيال څخه مننه کړې، چې د لکونو خلکو ژوند يې وژغوره.

ترکي پوځيانو د روان اکتوبر په نهمه د سوريې په شمال کې د کردي ملېشو پر ضد عمليات پيل کړي او وايي، چې دغه ملېشې بايد د ترکيې له سرحده ۳۵  کيلومټره لرې ووځي او سيمه کې د دغو ملېشو شتون د ترکيې ملي امنيت لپاره ګواښ بولي.

ترکيه وايي، دغې سيمې ته به ۳۵ لکه ترکيه مېشت سوريايي کډوال راوستل شي او خوندي ژوند به کوي.

د سوريې شمال کې «پي کې کې» او «وای پي جي» کردي ملېشې د داعش ضد جګړو کې د امریکا متحدين وو، خو اوس، چې امريکايي پوځيان له سوريې په وتلو دي، ترکيه په خپل سرحد کې دا ملېشې د خپل امنيت لپاره ګواښ بولي او وايي، چې بايد ژر تر ژر له سيمې ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له بده مرغه په دجالی پیړیو کی انسانان په ځنګل کی هستوګنه لری او د ځنګل قانون زور دی څوک چه زور لری د هغوی هر څه مشروع او څوک چه کمزوری دی د هغوی هر څه غیر مشروع دی باید غلامان واوسی او یا باید ووژل شی او لا د زندانو د تورو تمبو شاته زوند تیر کړی دا چه کمزوری هسی هم وژل کیږی او لا به غلامان وی جه مرګ تر غلامی هم شرف لری. نو کمزوری باید د طالب مجاهدینو به شان معقول او موثر مقاومت پیل کړی . د اردګان اصلی څیره په ډاګه شوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x