افغانستان

ګډو عسکرو په ميدان وردګو کې دوه ملکيان وژلي او جومات يې نړولی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): امريکايي او دولتي عسکرو يو ځل بيا د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکيانو پر کورنو چاپې وهلې، دوه ملکيان يې وژلي، د کلي جومات يې د قرانکريم له نسخو سره سوځولی او څلور کليوال يې ژوندي بيولي دي.

د سیمې يوه اوسېدونکي خبريال فضل من الله قاضي ويلي، ګډو عسکرو د انجينر عصمت امانزي پر کور بمبار کړی، د هغه ورور او ماما يې وژلي دي.

د سيمې نور اوسېدونکو هم ويلي، چې ګډو عسکرو د ملکيانو کورونه په نښه کړي او يو جومات يې هم ويجاړ کړی دی.

طالبانو هم په جغتو کې د ګډو عسکرو عمليات غندلي او د ملکيانو وژل يې جنګي جنايت بللی دی.

وړمه ورځ هم ګډو عسکرو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال شپږ ملکيان وژلي وو.

د ګډ حکومت له پيله په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، نږدې هره ورځ د ميدان وردګ په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې ګڼ شمېر عمليات کيږي، چې ډېری قربانيان يې ملکيان وي، خو حکومت تل ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې طالبان او د هغوی خواخوږي په نښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د خینو اصطلاحاتو باید سپیناوی وشی: لمړی: حکومت : حکومت په خپلواک هیواد کی د هغه هیواد د اکثریت خلکو له خوا د خلکو د عامه خدماتو د باره جوږ شوی وی یعنی د خلکو حکومت د خلکو له خوا د خلکو د ګټو او عامه خدماتو او د خلکو د دفاع د باره جوړی شوی اداری ته حکومت ویل کیږی د کابل غلامه اداره به اشغال شوی هیواد کی د اشغالګرو له خوا د اشغالګرو د ګټو او د دغه هیواد د خلکو د وژلو او غلامولو دپاره جوړه شوی نو دغه اداری ته اشغالګرو د هیوادوالو او نړیوالو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x