افغانستان

د افغان کډوالو استازي: د افغان کډوالو کورونه نړول د اسلامي او بشري معيارونو خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کميټې د پښتونخوا ایالت په صوابۍ کې د افغان کډوالو د کورونو په نړولو غبرګون ښودلی دی او دا يې د ټولو اسلامي او بشري معيارونو خلاف عمل بللی دی.

د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کميټې د مشر الحاج ارسلاخان خروټی په مشرۍ نن ددې کميټې غړي د صوابۍ په ګندف کېمپ کې د افغان کډوالو له هغو کورونو څخه لیدنه وکړه چې دوه وځې وړاندې د سيمه ييزو زورواکو له لوري نړول شوي وو.

دوی په صوابۍ کېمپ کې د افغان کډوالو ستونزې له نژدې څخه واورېدې او د هغوی د کورنو په نړېدلو يې ورسره خواخوږي وښوده.

نوموړي له پاکستاني چارواکوڅخه غوښتنه کړې ده چې په ياد کېمپ کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو لړۍ ودروي او زيانمن شویو کورنيو ته يې د مالي زيان د معاوضې ورکولو غوښتنه وکړه.

خروټي ويلي دي چې د يادې ستونزې د حل په موخه به له پاکستاني چارواکو سره وګوري او د صوابۍ افغان کډوالو ته يې د ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

بايد وويل شي چې له څه مودې راهيسې په صوابۍ کې ځينې سيمه ييز زورواکي افغان کډوال تهديدوي او کورونه يې ورنړوي چې له امله يې افغان کډوالو ته مالي زيان اوړي چې تر اوسه په دې اړه پاکستاني چارواکو او د يو اين ايچ سي ار مسؤلينو کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

نن تکی اسیا اداره!!!!
تاسو زینی وختونه د هغو خلگو تبصیری نه خپروی چی د پاکستان، طالبانو او طاهر اشرفی ### بد وایی. بس جمیل، پتنگ، بیانزی، مجاهد او masom چی له خپله خیتی فتوا ورکوی تبصیری یی بیله سانسوره خپروی. شکنزل او بی زایه تهمتونه یی نه سانسوروی. موژ مخکی هم پیژندلاست چی د بی پری نسیت د پنجاب حمایه لری. د قیامت په ورز به بیا د خدای تعالی په حضور کی محاسبه سره کوو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x