افغانستان

ټاکنو کميسيون د پایلو د ځنډ له امله بښنه غوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون مشره حوا نورستاني وايي، د ولسمشريزو ټاکنو پایلې پر خپل وخت نشي اعلانولی او په دې اړه يې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي و، چې د ولسمشريزو ټاکنو پایلې به د تلې مياشتې په ۲۷مه يعنې نن باید اعلان شوې وای، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرې نن ناوخته په کابل کې رسنيو سره په خبرو کې له خلکو بښنه غوښتې او ډاډ يې ورکړی، چې د تخنيکي ستونزو د حل لپاره کار روان دی.

مېرمن نورستاني دا ونه ویل، چې د ټاکنو پایلې به نور څومره وځنډول شي، خو وايي، د تخنيکي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې روانې دي او ژر به له خلکو سره د ولسمشريزو ټاکنو پایلې شريکې کړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، خلک په تمه وو، چې د ټاکنو پایلې وګوري، خو د شفافيت او روڼوالي له امله د پايلو د ځنډولو هرکلی کوي.

د کارپوهانو په وينا د روانې تلې مياشت د شپږمې نېټې ولسمشريزې ټاکنې تر ټولو بې سارې په دې وې، چې د خلکو ګډون په کې د نشت برابر و، چې له ۳۶ ميليونه  وګړو څخه په کې يوازې ۱.۲ ميليونه خلکو ګډون کړی.

غربي رسنيو ليکلي، چې يوه لور ته د دومره لږو خلکو ګډون به د راتلونکي ولسمشر مشروعيت له پوښتنې سره مخ کړي او بل لور ته د ټاکنو پایلې ځنډېدل به د خلکو کمرنګه باور نور هم زيانمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x