اشرف غني د هسکې مېنې خلکو ته: ستاسې له قاتلينو به غچ اخلو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن د حکومتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې د جودرې جومات چاودنه کې د لسګونو وژل شوو خلکو له خپلوانو او کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

اشرف غني وويل، دا بريد داعش ډلې کړی، حکومتي عسکر به له داعش ډلې غچ اخلي او دوزخ ته به يې ولېږي.

نوموړي پر جومات او عبادت کوونکو بريد د بشريت ضد بللی دی.

اشرف غني د شينوارو ولسونو قرباني د نړيوالې ترهګرۍ ضد جګړې کې د لومړي کتار قربانۍ بللي او زياته يې کړه، چې حکومتي عسکر به له داعشي جګړه مارانو غچ واخلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره جمعه د هسکې مېنې جودرې جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال خونړۍ چاودنې ۹۳ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي وو.

طالبانو دغه بريد غندلی و او ويلي و، چې دې کې به د حکومتي عسکرو او يا هم داعشي جګړه مارانو لاس وي.

د سيمې خلک وايي، لا هم د پېښې په اړه کره شواهد نشته، چې دا ځانمرګی برید و، که پر جومات توغندی لګېدلی دی.

داعش ډله له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار او نورو ولايتونو کې فعاله وه، خو په نورو سيمو کې يې د طالبانو له لوري ټغر ټول شوی او له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو په ننګرهار د داعش ضد عمليات پيل کړي، ډېرې سيمې يې له دغې ډلې پاکې کړي، لسګونه داعش جګړه ماران يې وژلي او لسګونه يې حکومت ته تسليم شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نواب
میلمه
نواب

زه اوس پوه شوم چه گناه په عوامو کی ده بس همدا دیگ اوهمدا شلغم، اشرف غنی چه ۲ چاکلیت ورکری لکه ماشومان بس دوی خوشحاله دی هرسه هیر شی،یا تاسوته پروژی په نظر کی لرم بس دتولو زخمونه پتی شول.
هی گوسفندی ملته!

نواب
میلمه
نواب

دهسکی مینی
مسئولیت داعش پرغاره واخیست،اشرف غنی دامریکا یوه دستگاه او داعش بله،دواره دیو آبخور نه اوبه چکی،خر سپی دلیوه ورور ده،اشرف غنی شه پوهیژی چه داعش دامریکا پروژه ده، داساسی قانون اوله ماده دا ده چه رئیس جمهور به دخپل رعیت دسر ساتنه کوی، ولی اشرف غنی خپلو خلکو ته دا نه په داگه کوی چه داعش دامریکا پروژه ده؟ چاچه غلام غنی ته رایه ورکری،هغه دهسکی مینی په قتل عام کی شریک دی.لعنت د وی پر هغه چا چاچه اشرف غنی ته رایه ورکری وی.

ياسر
میلمه
ياسر

فكر كوم چه حفيظ الله امين به له ځانه غچ اخلي!
هو دي كي هیڅ شك نشه دا فتنه د ده دلاس نيالگي دي.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ایله چی اجړدخوب څخه را ویښ سواو خبر سو چی په هسکه مینه څه پیښ سول.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

داعش ( افغانی بلیک واتر ) حوړیدنه او کارول د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو او ښکار کولو د پاره د اشغلګرو او غلامی اداری یو ابتکار او نوی فتنه ده یعنی داعشیان د اربکانو بلیک واتر په شان د کابل د غلامانو او بادارانو ملیشی دی چه مجاهد اولس پری وژنی او یا یی د طالب مجاهدینو د خپلو د پاره کاروی یعنی داعشی د غلام غنی ملیشی دی نو د هسکی مینی د شهیدانو قاتل غلام غنی دی. که دا ومنو چه غلالم غنی غلام نه دی او د خلکو په رایه ریس شوی د خلکو امنیت د… نور لوستل »