د سیف الله نهه کاله پوره شول

برهان خوږمن

“سیف الله درنه خفه دی،وایې زه له زندانه راغلی یم،میاشت مې پورا شوه او دی نه دی راغلی.”

یقیناً ملامت وم،خو روژه وه،بل د مرګ په طرف روان ژوند مصروفیات وو،هیڅ خلاص نه وم،پس له اختر مې قصد وکړ چې ورشم له نږدي یې و وینم.

له اختر ورسته ورغلم دی خبر وو چې زه ورځم د کور دروازې ته راغی،ښه راغلاست یې راته و ویل.

سیف الله سره د ملګرتیا مې کم وخت شوی وو،خو داسې ښکاریده لکه د ماشومتوب ملګري چې وو، زر سره بلد شوو، دروند عادت یې درلود،زړور وو، شوخ هم وو، یو وخت مو سفر سره وکړ،په ټوله لار کې مو خندل، بیا نوي ځوانان وو چې لګ پیسې به مو پیدا کړي یوه تحفه به مو یوه بل ته اخیسته.

سیف الله وطن ته تللی وو،امریکا او داخلي عسکرو ونیو او باګرام ته یې یوړ،نور زندانیان به چې راخلاصیدل یو پیغام به یې ماته رالیږلی ؤ،یو وخت د څرخي پله زندان نه یې زنګ راته را و وهلو دومره خوشحال شوم لکه د قبر نه چې زنګ راته را و وهي.د خولې او مجلسو ملګري خو ډیر وي د زړه ملګری یو نیم وي.

شپاړس میاشتې زندان تیرولو نه پس راخلاص شو،زه کور ته ورغلم،حجره کې د شپې تر درېو بجو ناست وو،مجلس وو چې هیڅ مړیدل نه وو،د زندان او زندانیانو کیسې یې راته کولې،د نړۍ خلک په درسو او کاروبار پسې کلونه ورک وي او بیرته راشي د مسافرۍ کیسې کوي او زموږ ځوانان بیا د زندان مسافر وي،په دي جرم نه چې غله،قتل یا اختطاف یې کړی بلکي په دي جرم چې د زرګونه کیلومترو لیرې نه راغلي یرغلګرو په ضد یې پاڅون کړی.

زما هم د درسونو رخصتۍ وي،نو دا وخت مې په سوالونه غوښتی ؤ،منظرو او چکرو ته د خپل زړه د ملګرو سره خلاص وم، سهار چای مو وچښو،تر مازدیګره یو بل ځای وګرځیدو،یوه بل ملګري زنګ راته و وهلو چې راشئ دلته بل مجلس وکړو ماښام به بیرته لاړ شئ.

د پښتنو نیم ژوند خو په دي کې تیر شي چې ته مخکي شه نه ته مخکي شه،ته دلته کینه نه ته دلته کینه،وچ په زور کې د موټر مخکې سیټ کې کینولم،هلته د ملګري سره مو چای وچښلو،مجلس مو ختم کړ،بیرته د راتګ په وخت بیا راته شله شول چې ته مخکې کینه،زه هم کلک شوم چې نه کینم،سیف الله مو مخته کینولو.

موټر روان دی،یو نیم موټر مخې ته راشي،علت یې خراب حالات دي،سخت بمبارونه کیږي،موږ یې په کیسه کې نه یو،د احتیاط خبر ګپ راته ښکاري،د شپې او د سبا د مجلس او چکر پلانونه جوړوو،د میوند په نوم یوه ملګري و ویل چې د بمبار غږ نه دی؟

د همدې خبرې سره د موټر په میزایل ولګیدو،هیڅ نشوم پوی څنګه رالویدم،بل وار یې وکړ،د موټر له مخته برخې لمبې پورته شوي،زه لاندي پروت یم،خوله مې د باروتو او خارو حس کوي،سترګې مې کار کوي خو هیڅ نه اورم،بل ملګری مې له موټر راولویدو،ورته وایم “بچ شوی؟” خو خپل غږ خپله نه اورم،فکر کوم آخري وخت مې دی،کلیمه وایم،لګ سر مې پورته کړ چې یو ځل موټر وګورم،څنګ ته پروت ملګري راکش کړم ،اشاره یې وکړه چې ښوره مه.

داسې ښکاریده چې بې پیلوټه ولیدم چې ژوندی یم،یو بل وار یې راباندي وکړ،زموږ او موټر تر منځ میزایل ولګید،ګردونه چې کم شول،د خپل لاس هډوکي مې ولیدل چې راوتلي،کله وایم دا ډارونکی خوب دی،خو خوب کله دی،سیف الله موټر کې ناست دی او سر یې بې احتیاره ښکته شوی،لکه سړی چې ویده وي.

د نورو موټرو بتۍ وینم ،لیرې ولاړ دي او رڼا کړي یې دي،څوک نږدي نه راځي،څنګه راشي څو ځله داسې وشول چې په کومکیانو بمبار وشو،سترګې مې خپله پټیږي او خلاصیږي،

لږ ورسته خلک راغلل،پورته یې کړم وایې تلی شي؟ما ویل هو،د پښو څه خبر یم چې زخمي دي، چې پورته یې کړم بیا راولویدم،تر روغتون یې ورسولم.

روغتون کې خلک ګردچاپیر رانه تاو دي،یخ مې کیږي،یو بل طرف وګورم ملګري پراته دي خو پیژندلی یې نشم،نه دومره طاقت لرم چې له چا یې پوښتنه وکړم.

دویمه ورځ په حال شوم،سر ته مې دوه تنه مې ولاړ دي،ماته داسې ګوري لکه چې زما نه طمع لري چې ور و وایم،ورته وایم څنګه کیسه شوه ملګري څنګه دي؟

دوی هم خوشحال شو،یو پټ عکس رانه آخلي بل وایې ټول ښه دي،ډاکټر وایې ستا لاس خوږ دی نور بچ شوی یې،ورو خبر نه اورم،لګ وخت تیر شو،بدن کې داسې ځای نه وینم چې درد نه کوي.بیا بیهوښه شوم،سبا یې بل روغتون ته یوړم،زړه کې دا خبر راګرځي چې سړیه زخمیان دي ټول ولیدل،یو سیف الله دي ونه لید هسې نه چې شهیــ….. بیا ځان ته تسلې ورکړم،

روغتون کې څلور تنه راته ناست دي،جرئت مې وکړ ورته وایم سیف الله څه شو؟دوی یوه بل ته وکتل،دوه تنه یو ځای لګیا شول خو د دواړو خبرې مختلفې وي دواړه غلي شو،درېم تن چې د سیف الله ماما ؤ په ژړا شو،”وایې سیف الله خو هم هلته په موټر کې شهید شوی ؤ،پرون مو خاورو ته وسپارو”.

دوی یو بل طرف ته شول،زړونه یې په ژړا سپک کړل،زما یو لاس زخمي ؤ په بل مې څادر راکش کړ مخ مې پټ کړ..

( د سیف الله د شهادت نهه کاله پورا شول،یوه یتیمه معیوبه لُور تر پاتی شوه،خو غم یې داسې دی لکه پرون چې شهید شوی وي)

ربه کله به راځي پسرلی د سولې؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خوږمن صاحب ! ډیره دردونکی قیصه دی لیکلی خو زه نه پوهیږم چه دا رشتونی قیصه وه او که د رشتونو قیصو یوه نمونه یی جوړه شوی قیصه وه؟ په هر صورت په اتلس کاله روان وحشت او قتل عام کی دا ډول قیصی حتی کوجنی قیصی دی دا خو بیا هم که سیف الله شهید شوی قیصه یی ژوندی یعنی لیکل شوی او خلک تری خبر دی مګر په زرهاوو داسی قیصی تیری شوی چه د وزلو سره یی قیصی هم خاورو لاندی شوی څوک تری خبر هم نه دی . دا الهی لویه ازموینه ده د لویو خلکو… نور لوستل »