افغانستان

د ميدان وردګ والي له موټربم بریده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګ والي مظفرالدين يمين پر موټريز کاروان موټربم برید شوی دی او دی ترې روغ وتلی دی.

د ميدان وردګ ولايت وياند د پېښې پخلی کړی، خو وايي، والي له دې بريده ژوندی وتلی او نورو ساتونکو ته يې هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې خلکو هم نن ټکی اسيا ته تاييد کړې، چې موټربم برید د ميدان وردګ مرکز ميدان ښار ختيځ لور کوتل سيمه کې شوی، خو په دې اړه تر اوسه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د وردګو والی او یا نور ټول والیان او ریسان چه د کفری نړی غلامان دی په ژوندینی مړه دی، الله ج ورته د توبی قبلولو او لا د جرایمو د دوسیی پیړولو موقع یا چانس ورکړی یعنی الله ج مهربانه دی که تر مرګ د مخه توبه وباسی د توبی دروازی خلاصی دی کیدی شی الله ج ورته بخښنه وکړی او څه برخه ګناهونه یی راکم او که توبه نه باسی پریږده چه د جرایمو دوسیه یی د لویو عذابو تیرولو او ګاللو د پاره لاپسی پیړه شی . دوی د یو څو ډلرو او ذلیله مقامو د باره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close