د امریکا دفاع وزير په کابل کې؛ زموږ موخه سولې ته رسېدل دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې، چې نوموړی به د ګډ حکومت له مشرانو او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له قومندانانو او مشرانو سره وګوري.

مارک ايسپر په کابل کې خبريالانو ته وويل، د امریکا موخه افغانستان کې سولې ته رسېدل دي او د دې موخې لپاره په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموي.

د امریکا د دفاع وزير زياته کړه، د امریکايي عسکرو شمېر به له طالبانو سره د هوکړې په نتيجه کې کميږي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر سپټمبر په اتمه په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه اعلان کړې.

که څه هم ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې مړې بللې وې، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نورو چارواکو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امریکا لا هم له طالبانو سره د سولې تړون ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې د افغانستان کشاله له سوله ييزې لارې حل کړي.

د روانې اکتوبر مياشتې په څلورمه، چې د طالبانو د سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته تللی و، هلته يې د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي وو او د دغې ليدنې په سبا د طالبانو په بند کې درې هندي انجينران او په بګرام زندان کې يوولس طالب بنديان سره تبادله شول.

ويل کيږي، چې دا تبادله په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ فيصله شوې وه.

د چارو شنونکي وايي، د بنديانو تبادله د سولې خبرو د بيا پيلېدو لپاره زرغون څراغ دی او کېدای شي په لنډ راتلونکي کې يو ځل بيا د سولې خبرې پيل شي، خو کره نېټه يې نه ده اعلان شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

سوله او که تسلیمی! [[ امریکایان ( یهودی انګریزان ) هغه څه چه وایی هغه نه کوی، او چه څه کوی هغه نه وایی ]] کفر حق پټونی ته وایی ، د اسلامی نړی سره د صلیبی جنګو د سلسلی د دوام د پاره یی د سپټمبر نړیواله فاجعه جوړه او وکاروله او په بهانه د ۵۰ هیوادو سره په ډلییز ډول په افغانستان برید وکړو چه د افغانستان له اشغال وروسته به نړیوال حکومت تاسیس او اعلانوی. له بده مرغه افغانستان چه د لویو قدرتو هدیره هیواد دی افغانستان کی بند څه چه د ماتو سره مخ شول اوس… نور لوستل »