حکمتیار: د دوهم پړاو ټاکنو لپاره دې مؤقت حکومت جوړ شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل):د حزب اسلامي رییس او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د سولې او عدالت ټاکنیز ټکټ مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، ټاکنې دوهم پړاو ته تلونکې دي او د ترسره کولو لپاره  یې باید مؤقت حکومت جوړ شي.

حکمتیار چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « که چېرې په د تلې د میاشتې په ۶ مه ۱ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو رایه اچولې وي، نو ټاکنې دوهم پړاو ته ځي او شونې ده، دوهم دور تر راتلونکي پسرلي پورې وځنډېږي؛ نو ځکه اړتیا لیدل کېږي، د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره یو بې پرې او مؤقت حکومت تشکیل شي».

نوموړي زیاته کړه « میلیونونه ډالر د یو ځانګړي نوماند په حق کې مصرف شوي او د نورو رایو تر څنګ یو میلیون غیر بایومټریک شوې رایې هم صندقونو ته اچول شوې».

د حکمتیار په قول، د ټاکنو پایلې که په مجموعي ډول اعلان شي، ورته د منلو وړ نه دي؛ نو ځکه باید د هر محل رایې جلا، جلا وشمېرل شي او بیلې، بېلې پایلې یې اعلان شي.

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې چې د روانې تلې د میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو پیکه او د رایه ورکوونکو د شمېر له پلوه کمرنګه ټاکنې وې، چې د څارونکو له قوله، له پراخ فساد او تقلب سره مل وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

ګلبدین خانه ! [[ دا غنچه دی بس دی نور مه شکوه ګل ]] د سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو د مخه جهادی دوری په احترام : لمړی: هر نفس د مرګ څکونکی دی تاسی هم یوه ورځ مری او دا چه ږیره دی سپینه شوی هغه ورځ او هغه ګړی او هغه شیبی ډیری نزدی شوی د اشغال په صورت کی د غلامی پاچاهی خوب او خیال له مغزو لیری کړه . تر هغی چه زوندی یاست الله ج درته د توبی ایستلو او لا د جرایمو د دوسیی د پیړیدو چانس او فرصت درکړی خوشه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

حکمتیار صیب: د موقتو حکوماتو تجربه مو لا پخوا تجربه کړی بس ده. ځان ته پکی ځان لټوې فکر کوم چی نوره د قصه مفته ده. زما زړه دی هم د حزب نه تور کړ.