رولانډ کوبیا: که اسلامي امارت حاکم شي، ښايي له افغانستان سره مرستې ودرېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی «رونالډ کوبیا» وایي، که چېرې په افغانستان د طالبانو حکومت «اسلامي امارت» حاکم شي، د اروپايي ټولنې لپاره به له افغانستان سره د مرستو دوام ستونزمن وي.

کوبیا چې په کابل کې يې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل « اروپایي ټولنه د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي او په دې توګه په افغانستان کې روان کړکېچ او شخړې ته د پای ټکی کښېږدي، منطق او د سولې مذاکرات له جګړې سره یو ځای وړاندې تلای نه شي؛ نو ځکه له طالبانو غواړو چې له تشدد لاس واخلي».

کوبیا زیاته کړه « د سولې د مذاکراتو په پایله کې باید په افغانستان کې یو ټولمنلی حکومت تشکیل شي او که چېرې د طالبانو اسلامي امارت حاکم شي او د خلګو حقوق تر پښو لاندې شي د اروپايي ټولنې لپاره به ستونزمنه وي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي».

د کوبیا په قول، د سولې له خبرو وروسته افغانستان باید په داسې یو لوري مزل پیل کړي، چې له مخې یې لویديځ حکومتونه وکولای شي، له افغانستان سره همکاري روانه وساتي.

اروپايي ټولنه داسې مهال د اسلامي امارت د حاکمیت په صورت کې له افغانستان سره د مرستو درېدلو له شونتیا خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا داسې هیلې راټوکېدلي، چې ښايي طالبان او امریکا یو ځل بیا د مذاکرتو مېز ته راټول شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

رونالډ او ټولو اشغالګرو ته د مجاهد اولس ځواب !!! اشغالګرو ته الهی نظام د منلو وړ نه دی د همدی امله یی اسلامی امارت ( الهی نظام ) ونړولو او په ځایی ناوړه، فاسده اوغلامه اداره په زوره وټومبله. مګر زمونږ مجاهد اولس کله هم کفارو ته سر نه دی ټیټ کړی استقلال او الهی نظام غواړی ، کفار چه د اخری ماتو سره مخ شوی جبرا به اشغال ته خاتمه او مونږ به خپلواکی ترلاسه کوو، مګر د اسلامی امارت ( الهی نظام ) د مخنیوی د پاره به د مخکی په شان بیا مالی بندیزونه لګوی که… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

رنک مو لا له مرستو سره ورک شه
له خيره مو توبه شر مه رارسوی

ابو محمد الفاروقي
میلمه
ابو محمد الفاروقي

مرستي مو وركه شه

جه د تاسو له فساده خلاص شو دا مو كافي دي

اجمل
میلمه
اجمل

سوله د راشی تیر ستاسو له مرستو بدون له هغه هم مونږ ته څه ندی رارسیدلی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

مننه اجمل صاحب

درک مو د تقدير وړ دی

عبدالقادر
میلمه
عبدالقادر

موږ دی الله ج له تاسی کافرانو خلاص کی موږ مو مرستی نه غواړو تاسی دی ورک شی کوبیا که لوبیایی ستاسی کافرانودلاسه زموږداحالت دی الله ج دی تاسی دمځکې له سره واخلی چه نړی دسولی خواته ګام واخلی

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا چه اجمل صاحب د اشغګرو مرستی نه غواړی خپلواکی راروانه ده