د «۴۴» ماشومانو په مور د نورو ماشومانو زیږولو بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې رسنیو خبر ورکړی و چې د ختیځې افریقا په «یوګنډا» هېواد کې یوې څلویښت کلنې میرمنې له واده وروسته په لږه موده کې ۴۴ ماشومان زیږولي دي.

دغه میرمن چې «مریم نبټانزي» نومیږي او ځایي خلک ورته د څلورو غبرګونکو ماشومانو مور هم وایي، د یوګنډا هېواد د کاممبري ایالت اوسیدونکې ده چې په لومړي وار یې په ۱۳ کلنۍ کې ماشوم زیږولی دی.

دغې میرمنې شپږ واره دوه غبرګوني، څلور واره درې غبرګوني، درې واره څلور غبرګوني او نور یو-یو بچی زیږولی دی، چې ټولټال یې ۴۴ ماشومان زیږولي، ۳۸ یې ژوندي دي او شپږو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوس نوي راپورونه وایي چې پوهانو په مریم د نورو ماشومانو زیږولو بندیز لګولی دی، ځکه چې د پوهانو په وینا ددې روغتیا ته جدي ګواښ پېښیدونکی دی.

پر مریم دغه بندیز هغه مهال ولګېد چې نوموړې له ډاکټرانو د یوه بل ماشوم د زیږولو غوښتنه کړې وه، خو ډاکټرانو پرې د ناسمې روغتیا له کبله د نورو ماشومانو زیږولو بندیز ولګاوه.

ښځینه ډاکټرانو ویلي چې مریم نومې میرمنې ته د نورو ماشومانو په زیږولو د سرطان رامنځته کېدو ګواښ ریاتیږي، دغه ډول د رواني ناروغۍ پوهانو ویلي، د زیاتو ماشومانو روزنه جدي پاملرنې او پيسو ته اړتیا لري، چې د نه شتون پرمهال ټولنیزې او رواني ستونزې رامنځته کیدلای شي.

مریم نومې میرمن وایي چې د ماشومانو روزنه په خپله کوي، په کلي کې د نورو میرمنو لپاره جامې ګنډي او د هغوی سینګار کوي، د نوموړې په وینا چې که څه هم د اسانتیاو نه شتون یې ژوند سخت کړی خو هیله لري چې د ماشومانو غوره روزنه وکړي، ښه خواړه ورکړي، ښه لباس ور په تن کړي او په خوشاله راتلونکي کې ورسره مرسته وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د