طالبان دایکندي کې د ۱۴ کمانډو عسکرو د وژلو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د دایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي او ګڼو ځانګړو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات یې د ګیزاب ولسوالۍ په سنګ شېخ نومي سیمه کې د دولتي عسکرو په پوستو او قرارګاه باندې ترسره کړي او کله چې مرستندویه ځواک د دولتي عسکرو سره مرستې ته راغلی، ددوی له لوري ځپل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي « د دغې نښتې په جریان کې  د قومندان په ګډون ۱۴ تنه د کمانډو عسکر ځای پرځای ووژل شول، چې جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي، همدا ډول ګڼ نور ټپيان شول، نور يې وتښتیدل.له دښمن څخه ۴ میله امریکايي ام فور ټوپک، ۴ دشپې دوربینان، ۱ میل پيکا ماشیندار، ۱ میل راکټ، ۱ کلاشینکوف، د کمانډو عسکرو د قومندان لویه مخابره، ګڼ شمېر نورې مخابرې او زیاد مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلل.»

دایکندي ولایت چې د هیواد له نسبتا امن ولایتونو شمېرل کېده، په دې وروستیو کې طالبانو پکې پراخ نفوذ پیدا کړی او ګڼې سیمې یې له دولتي عسکرو لاندې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د