افغانستان

ټیفا: د ټاکنو د پایلو اعلان د سیاسي فشار له امله وځنډېد

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸ل):د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «ټيفا» وایي، وروستۍ موندنې یې ښيي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د سیاسي فشار له امله ځنډېدلی.

د ټیفا له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، چې ټيفا د یو ملي بنسټ په حیث چې د ټاکنو په مهال یې ۵۲۰۰ څارونکي ګمارلي وو؛ د لومړنیو پایلو د اعلان له امله اندېښمن دی او موندنې یې ښيي، چې د ټاکنو کمېسیون د سیاسي فشار له امله دې کار ته تیار شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د سیاسي فشار تر څنګ کمزوری مدیریت هغه څه وو، چې د پایلو د ځنډ لامل شوي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو کمېسیون پلان درلود د تلې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي؛ خو تېره ورځ یاد کمېسیون د بښنې له غوښتلو سره یو ځای د ټاکنو د پایلو اعلان وځنډاوه.

د ټاکنو کمېسیون له دې ګام څخه د امریکا سفیر «جان باس» هرکلی کړی او د شفافیت لپاره يې د ټاکنو د کمېسیون پرېکړه په ځای بللې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ځانونه مه خطاباسی، زمونږ هیواد اشغال او اشغال شوی هیواد کی هره کړنه د اشغالګرو د استعماری پلانو او لاسته راوړنو له مخی وی او یو ډول توهین هم دی. اوسنی غلامی ټاکنی هم د هغوی د پلانو له مخی ترسره شوی، دا چه د هغوی د پلانو وروستی څه پړاونه دی ، ممکن موقتی حکومت جوړونی ته زمینه مساعده کړی که طالبانو سره هوکړی ته رسیدلی وی او لا د خپل منځی جنګو د پاره زمینه سازی وکړی د ټآکنو ځندیدل د سیاسی فشار له مخی همدا معنی لری د ع او غ تقرر هم د اشغالګرو د سیاسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close