ټکنالوژي

د سامسنګ ګلیکسي ایس ۱۰ په فنګر پرنټ کې ستونزې رامنځته شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د روان کال په فروري میاشت کې د سویلي کوریا مشهور شرکت «سامسنګ» د ګلیکسي ځیرک مبایلونو لړۍ تر ټولو غوره مبایل (ګلیکسي ایس ۱۰) وړاندې کړ.

ددغه مبایل په وړاندې کولو سره سامسنګ شرکت د ګڼ شمېر ځانګړتیاو ادعا وکړه، په ځانګړي ډول د فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ په برخه کې سامسنګ وویل چې تر ټولو خوندي او انقلابي دی.

په دې وروستیو کې د سامسنګ شرکت ته داسې شکایتونه رسیدلي چې د ایس ۱۰ یوه مبایل فنګر پرنټ د څو کسانو په ګوته پرانیستل کیږي.

په برتانیه کې یوې ښځې سامسنګ شرکت ته شکایت کړی چې د یاد مبایل په فنګر پرنټ کې ستونزه لري، او ددې خاوند هم په ګوته کولپ سره ددې مبایل پرانیستلی شي.

د میرمنې ددې شکایت سره سم شرکت سمدستي عکس العمل څرګند کړی او د ستونزې ژر تر ژره حلولو ادعا یې کړې ده.

سامسنګ شرکت وایي چې دوی په فنګر پرنټ کې له نیمګړتیاو خبر دي، خو ډیر ژر به داسې سافټ ویر وړاندې کړي چې یاده ستونزه حل کړي.

شرکت دې موضوع ته په پام کې نیولو سره پر هغو کاروونکو چې په فنګر پرنټ کې ستونزه لري غږ کړی چې تر هغې فنګر پرنټ استعمال نه کړي تر څو دغه ستونزه حل شي.

له دې وړاندې شرکت د فنګر پرنټ خرابوالي په اړه ویلي وو چې پر سکرین باندې اضافي لګېدلی پروټیکټر یا د خفاظتي شیشې له کبله مبایل فنګر پرنټ په سمه توګه نه شي سکین کولای.

په تېره نږدې کې د ځیرک مبایلونو لوړې بیې او په دې کې بېلا بېلو رامنځته کېدونکو ستونزو کاروونکي نا امیده کړي دي، د سامسنګ ایس ۱۰ مبایل بیه له ۹۰۰ امریکایي ډالرو څخه پېل کیږي

د ستمبر میاشتې په وروستیو کې د ایپل شرکت د ایفون نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل چې بیه یې له ۸۰۰ ډالرو نېولې تر ۱۲۰۰ ډالرو رسیږي، خو اوونۍ وړاندې په ټولنیزو رسنیو د یاد مبایل په سکرین کې د سترو تیروتنو یو شمېر شکایتونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شجاغ

دا فنگر پرینت لا سه ته وایی زمونژ د راتلونکو نسلونو پشتو به سنگه گیژی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx