د ماشومانو لپاره مناسب څښاک کوم دي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د المان د ماشومانو او ځوانانو ټولنې ویلي چې د یوه میرمنې لپاره په کار دي خپل ماشوم ته لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پرلپسې شېدې او هغه خواړه ورکړي چې د ماشوم لپاره مناسب وي.

ماشوم په پېل کې د مور شېدو ته خورا زیاته اړتیا لري تر څو د بدن مایعات په مناسب ډول بشپړ کړي، خو له شپږو میاشتو وروسته کولای شي اوبه وڅښي.

یاده ټولنه زیاتوي چې له دوه کلنۍ وروسته ماشوم کولای شي عامې شېدې وڅښې خو چې غوړ ونه لري او یا هم په ډيره کمه اندازه ولري.

که چیرې ماشوم د غوا شېدو څښلو سره حساسیت لري او یا هم د لاکتوز ماده نه شي برداشت کولی، دغه مهال دې نورو شېدو ته د ډاکټر له سپارښتنې وروسته مخه کړي، تر څو ډاکټر ورته داسې څه غوره کړي چې پروتین، کلسیم او ویټامن ډي ولري.

که چیرې تاسې غواړئ ماشوم ته جوس ورکړئ نو بایده ده چې دغه جوس له ۱۰۰سلنه تازه میوې څخه جوړ شوی وي او اضافي خوږه ونه لري، او دغه ډول په کې د اوبو اندازه هم باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د