د شپږیزې ليګ شپږم پړاو ځليدونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کورني ليګ شپږيزې شپږم پړاو پايلوبه د جمعې په ورځ د اکتوبر په اتلسمه نېټه د مس عينک اتلان او بند امير ښاماران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د محمد نبي په مشرۍ د مس عينک په بريا پای ته ورسېده.

په شپږیزه ليګ کې د ملي لوبغاړو سربېره ګڼ شمېر ځوان لوبغاړي هم ولوبېدل چې په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېدل.

Image may contain: 2 people, people standing and textغوره لوبغاړي

د يادو سياليو د غوره لوبغاړي جايزه د کابل بازانو لوبغاړي کريم جنت ترلاسه کړه چې په ۷ لوبو کې یې ۳۱۷ منډې جوړې کړې، یوه یې سلیزه او یوه یې نیمه سلیزه ووهله، او ددې سربېره يې ۵ ويکټې هم واخيستې.

همدا راز کریم جنت د شپږیزې شپږم پړاو تر ټولو زیاتې «۲۳» شپږیزې وهونکی لوبغاړی دی، ورپسې اصغر افغان ۱۹، رحمان الله ګربز او جاوید احمدي ۱۸-۱۸، عمران جنت او نجیب ځدران ۱۲-۱۲ شپږیزې وهلې دي.

دغه ډول د زیاتو څلوریزو په لیست کې نور علي ځدران په لومړي سر کې دی چې ټولې یې ۳۸ څلوریزې وهلې دي، په دویم نمبر جاوید احمدي دی چې ۳۵ څلوریزې یې وهلي، کریم جنت ۲۴ او ابراهیم ځدران ۲۳ څلوریزې وهلې دي.

د مس عینک اتلانو لوبډلې ځوان توپ اچونکی نور احمد ۷ سیالیو کې په ۸ ویکټو اخیستلو سره د شپږیزې غوره ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو، نوموړي په ۶.۴۸ اکانومي ریټ سره غوره اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه.

Image may contain: 6 people, people smiling, people standingغوره توپ وهونکي

د شپږيزې شپږم پړاو تر ټولو زياتې منډې جوړوونکی لوبغاړی د مس عينک لوبډلې نور علي ځدران و چې ۷۰.۸۰ اوسط يې درلود، ۳ يې نيمه سليزې وهلي او ټولی يې ۳۵۴ منډې جوړې کړې. په دې لیست کې په دویم نمبر جاوید احمدي دی چې ۳۵۱ منډې يې جوړې کړي، نوموړي یوه سلیزه او ۲ نیمه سلیزې وهلې دي، په دریم نمبر کریم جنت د ۳۱۷ منډو سره، په څلورم نمبر ځوان ابراهیم ځدران د ۲۸۷ منډو سره او په پنځم نمبر اصغر افغان د ۲۵۴ منډو سره د یاد لیګ زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي دي.

Image may contain: 6 people, people standing and textغوره توپ اچونکي

د ياد ليګ تر ټولو زياتې ويکټې اخيستونکی ځوان لوبغاړی نجات مسعود و چې د بند امير ښامارانو په لوبډله کې ولوبېد، نوموړي ۱۱ ويکټې واخيستې خو په اور کې يې ۹.۱ منډې ورکړي، ۵-۲۲ یې غوره توپ اچونه ده، د زیاتو ویکټو اخیستونکو په لیست کې نوین الحق، مجیب الرحمن او وقار سلام خیل په ۱۰-۱۰ ویکټو سره په دویم، دریم او څلورم نمبر دي، یمین احمدزی په ۹ ویکټو سره په پنځم نمبر دی، ددوی له برخې تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه مجیب الرحمن دی چې د منډو ورکولو اوسط یې په اور کې ۷.۰۰ دی.

Image may contain: 6 people, people smiling, people standing and outdoor

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د