د امریکا دفاع وزير له اشرف غني سره پر سولې او امنيتي مسائلو غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر تېره ورځ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او په کابل کې د امریکايي ځواکونو له مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر سره له ليدو وروسته يې تېره شپه ناوخته يې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره هم د افغانستان سولې او امنيت په اړه خبرې کړي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ګډ حکومت مشر او د امریکا دفاع وزير د سولې، امنيت، دولتي عسکرو په تمويل او تجهيز او نورو چارو غږېدلي دي.

خبرپاڼه وايي، اشرف غني په حکومتي ادارو او امنيتي ځواکونو کې د فساد له منځه وړلو په اړه د امریکا دفاع وزیر ته معلومات ورکړي دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې مارک ايسپر د حکومت په دغو څرګندونو باور کړی که نه؟

مارک ايسپر له اشرف غني سره له ليدو مخکې په کابل کې له جنرال سکاټ ميلر سره هم ليدلي دي.

نوموړي له جنرال ميلر سره ګډې خبري غونډې ته وويل، امریکا په افغانستان کې د سولې رسېدو ته ژمنه ده او غواړي، له طالبانو سره د هوکړې په نتيجه کې له افغانستانه خپل زرګونه عسکر وباسي.

د امریکا دفاع وزير زياته کړې، په افغانستان کې څوارلس زره امریکايي عسکر پراته دي او له طالبانو سره د هوکړې په نتيجه به کې د دغو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شي.

خو طالبان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د ټولو امریکايي پوځيانو او قرادارديانو وتل اړين دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر سپټمبر په اتمه په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه اعلان کړې.

که څه هم ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې مړې بللې وې، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نورو چارواکو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امریکا لا هم له طالبانو سره د سولې تړون ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې د افغانستان کشاله له سوله ييزې لارې حل کړي.

د روانې اکتوبر مياشتې په څلورمه، چې د طالبانو د سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته تللی و، هلته يې د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي وو او د دغې ليدنې په سبا د طالبانو په بند کې درې هندي انجينران او په بګرام زندان کې يوولس طالب بنديان سره تبادله شول.

ويل کيږي، چې دا تبادله په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ فيصله شوې وه.

د چارو شنونکي وايي، د بنديانو تبادله د سولې خبرو د بيا پيلېدو لپاره زرغون څراغ دی او کېدای شي په لنډ راتلونکي کې يو ځل بيا د سولې خبرې پيل شي، خو کره نېټه يې نه ده اعلان شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند، د طالب مشرانو او امریکایانو دواړو د پاره د کابل ناوړه، فاسده او غلامه اداره سره کرښه ده ، امریکا ورسره د طالبانو خبری کول غواړی او طالبان ورسره ابدا خبری نه کوی . د غلامی اداری سره د طالبانو خبری کول د غلامی اداری او اشغال مشروعیت یا رسمیت پیژندل او طالبان دهشتګر او باغیان جوړیږی . د غلامی اداری سره به غلامه اداره کی څو وزارتونه هم نه غواړی حتی که ټول وزارتونه هم وی . اوس نو په دی اړه لری چه په نظامی دګر کی طالبان څومره پیاوړی دی چه دی امریکا د… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

کفار او منافقين دی دا ښه پوره زړه ته واچوی چی طالبان کرام د مال او چوکی لپاره قربانی نه ورکوی ، که خدای مکړه د مال او چوکی ګټل يی هدف وای ن ن به دوی هم نورو غلامانو غوندی ذليله او نا مراده وای ، خو د الله تعالی پر خپلو موئمن او ميړنی مجاهدينو دا نه وه پيرزو او په هسکه غاړه يی بری ته ورنيژدی کړی . خدای مکړه که طالبان کرام يو وزير څه چی يو رئيس ، والی او يا يو ولسوال هم د منافقو غلامانو پخپل اسلامی نظام کی ځای کړی همدا به… نور لوستل »