له سوريې وتونکي امريکايي عسکر په عراق کې ځای پر ځای کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر ويلي، له سوريې وتونکي امريکايي پوځيان په عراق کې ځای پر ځای کيږي.

مارک ايسپر له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، شاوخوا زر امريکايي پوځيان په سوريه د ماموريت له بشپړولو وروسته عراق ته لېږدول کيږي، تر څو هلته د داعش ډلې د بيا راپورته کېدو مخنيوی لپاره پاتې شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوريې د امريکايي پوځيانو د ايستلو اعلان کړی و او ويلي يې و، چې دغه عسکر به بېرته خپلو کورونو ته بوځي.

ټرمپ ويلي و، امریکا بايد بې پایله جګړې پای ته ورسوي او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته بوځي؛ ځکه چې امریکايي پوځيانو په سوريه کې خپل ماموريت پای ته رسولی، د منځني ختيځ تېل يې له داعش څخه خوندي کړي او نور بايد دا جګړه پای ته ورسيږي.

خو د دفاع وزير خبرې د ټرمپ د څرګندونو پر خلاف دي او وايي، چې امریکا د منځني ختيځ هېوادونه يوازې نشي پرېښودی او د دې موخې لپاره به خپل عسکر په عراق کې ځای پر ځای کړي.

امریکا له سوريې خپل عسکر په داسې حال کې باسي، چې ترکيې د سوريې په شمال کې د امریکا متحدينو کردي ملېشو پر ضد عمليات پيل کړي او ترکيه وايي، چې کردي ملېشې بايد د ترکيې له سرحده ۳۵ کيلومټره لرې ووځي.

ترکيې تېره پنجشنبه د امریکا په غوښتنه د پنځو ورځو لپاره خپل عمليات درولي او خبرداری يې ورکړی، چې کردي ملېشې بايد تر سبا سه شنبې له سيمې ووځي، دغلته د ترکي پوځيانو تر مشرۍ لاندې امن سيمه رامنځته شي او په ترکيه کې ۳۵ لکه سوريايي کډوال بېرته سوريې ته راشي او په امن سيمه کې ځای پر ځای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د