نېکمرغي او بدمرغي

ليکنه: جاوېد چوهدري
ژباړه: ظاهر عمار

يوه ورځ مې له خپل مرشد نه وپوښتل، استاده! نېکمرغي او بدمرغي څه ده؟ هغه په خندا وويل:

“نېکمرغي او بدمرغي د لرګي او اوسپنې په څېر ده. لرګی په اوبو کې لامبو وهي خو اوسپنه پکې ډوبيږي. نېکمرغه انسان د لرګي غوندې په مصيبتونو، ستونزو او پرېشانيو کې لامبو وهي، ستونزې او پرېشانۍ يې په شاوخوا، ښي او چپ لور، بره او لاندې بهېږي خو ده ته هيڅ زيان نه شي اړولی او په ژورو کې يې نه ډوبيږي. برعکس، بدمرغه انسان بيا د اوسپنې د يوې ټوټې په څېر په څو شېبو کې د ستونزو په ګرداب کې ډوبيږي.

د بدمرغه انسان په اړه عربي ژبه کې يو جالب متل دی، عربان وايي، کله چې پر يوه انسان د بدمرغۍ سيوری وغوړيږي، بيا که پر اوښ هم سپور وي، سپی يې خوري. هندي ژبه کې هم د بدمرغه انسان په اړه ويل کيږي چې که هغه طلا ته هم لاس ورړوي، په خاورو بدليږي. دا دواړه خبرې سهي دي ځکه د بدمرغۍ پر وخت هره خوښي، کاميابي او ښېګڼه سرچپه کيږي. د بدمرغه انسان سپوږمۍ د ورځې راخېژي او له ګلابو هم يې بدبويي خېژي. بدمرغه انسان که حديث هم بيان کړي، خلک ورته توجه نه کوي، خپل سيوری هم ترې مخ اړوي او د ستونزو او پرېشانيو په بې‌پايه دښته کې د وچې ونې په څېر يوازې ولاړ وي. ښي او چپ دواړه طرف ته يې اور لمبې وهي او دغه وخت خپلې شاوخوا ته تر کتو وروسته يوازې همدا يو سوال کوي چې “ای پروردګاره زه څه وکړم؟”

دا د دنيا تر ټولو قيمتي سوال دی او زموږ له ډلې هر انسان په ژوند کې حدِ اقل يو ځل دغه سوال کولو ته مجبوريږي. دا سوال د ځينو انسانانو په ژوند کې د برق د پړک په څېر راځي او بېرته ځي او د ځينو انسانانو په ژوند کې د اسکنډينيويايي هېوادونو د اوږدو شپو په څېر تر اوږدې مودې پاتې کيږي او د انسان ساګانې د هيلې او نهيلۍ په سولي پورې ځوړندې پاتې کيږي.”

ما وپوښتل، د بدمرغۍ په دغه وخت کې انسان څه وکړي؟ هغه وويل:

“موږ بايد د دې پوښتنې تر ځوابولو دمخه د قدرت پر نظام پوه شو. د قدرت په نظام کې هر څيز له بل څيز نه ځواک او انرژي ترلاسه کوي. د ژونديو موجوداتو د ژوندي پاتې کېدو له پاره آکسيجن او اوبو ته ضرورت وي. د اوبو او آکسيجن له پاره د لمر د رڼا ضرورت وي، د لمر د رڼا د پيدا کېدو له پاره سوځېدونکي ګازات پکار دي او د ګازاتو د پيدا کېدو له پاره د يوه ناليدلي کهکشان کيمياوي تعامل پکار وي. په همدې توګه، ځناور بوټي خوري، انسانان ځناور خوري، د ځمکې چينجي د انسان جسد خوري او بوټي د انسان د جسد پاتې شوني خوري. لنډه دا چې د کايناتو هر موجود د بل موجود محتاج دی.

زموږ نصيب او قسمت هم په يوه بل کس پورې تړل شوی وي، زموږ نېکمرغي او بدمرغي دواړه په نورو خلکو پورې تړل شوي وي، داسې چې انسان کله هم د بدمرغۍ په ګرداب کې راګير شي، پکار ده چې د يوه بل انسان مرسته ترلاسه کړي، عيناً هغسې لکه د اوسپنې يوه ټوټه چې په اوبو کې له ډوبېدو نه د بچ کېدو په خاطر د لرګي په تختې پورې تړل شوې وي. بدمرغه انسان د اوسپنې د ټوټې په څېر د لرګي په تختې پورې په نښلېدو د ستونزو په سمندر کې لامبو وهي. موږ ټول بايد د بدمرغۍ په دور کې دا لاندې درې حقيقتونه په ذهن کې وساتو:

اول دا چې په دنيا کې هيڅ څيز او هيڅ حالت مستقل او تلپاتې نه وي. د دنيا په هر څه کې بدلون راځي، شپه که هر څومره اوږده او ورځ هر څومره ځلانده شي، دواړه بالآخره پای ته رسیږي او بدبويي که هر څومره نفس تنګوونکې شي، بالآخره په هوا کې تحليليږي.

د نېکمرغۍ په څېر بدمرغي هم عارضي او موقتي وي او بالآخره پای ته رسيږي خو پوښتنه دا ده چې څومره وخت نيسي؟ د هندي نجوميانو په وينا، بدمرغي معمولاً له يو نيم تر اووه نيمو کلونو دوام کوي او د بدمرغۍ نوي فيصده پېښې تر اووه نيمو کلونو وروسته پای ته رسيږي او بدلون رامنځته کيږي، په داسې حال کې چې اروپايي ماهرين د انسان ژوند د اتلس- اتلس کلونو په درېيو دورو وېشي. د دوی له نظره، د دنيا د هر انسان په ژوند کې (که الله تعالی وغواړي) اته ويشت کاله وروسته ښکاره بدلونونه راځي. دا ډول بدلونونه کله کله په راتلونکي نسل کې ښکاره کيږي. موږ اکثر وينو چې يو پخوانی نسل په ډېره تنګلاسۍ کې ژوند تېروي خو نوی راتلونکی نسل يې د ژوند له همغه پيله خوښ او کامياب وي. نوی نسل دا خپله کاميابي ګڼي خو دا په حقيقت کې د پخواني نسل د بدمرغۍ “بدله” وي. له همدې امله انسان ته پکار ده چې دا عارضي بدمرغي عارضي وګڼي.

دويم دا چې انسان ته پکار ده د اوسپنې د ټوټې په څېر د کوم لرګي مرسته ترلاسه کړي، نېکمرغه انسانان دې ولټوي، خپل ډېر وخت دې له هغوی سره تېر کړي، ملګرتيا دې ورسره جوړه کړي، يا دې د هغوی تر لاس لاندې کار شروع کړي او باور دې ولري چې حالات که هر څومره خراب او وېروونکي هم شي، د نېکمرغه انسانانو خوا به نه پرېږدي. هغوی که يې هره ورځ په ديکو له خپله ځايه وباسي، دی بايد سبا بيا د هغوی خوا ته ورشي. دا تخنيک يو څه مشکل دی ځکه د بدمرغۍ په دور کې د انسان سپکاوی معمول شي خو که انسان صبر ولري او دغه ډول چلند د څو کلونو له پاره خپل قسمت وګڼي، په ژوند کې يې د سکون شېبې حتماً راتلی شي.

او درېيم دا چې نېکمرغي او بدمرغي دواړه حالتونه الله تعالی پيدا کړي. له همدې امله انسان بايد الله تعالی په کثرت سره رجوع وکړي، د خپلو ګناهونو بښنه بايد ترې وغواړي، د مهربانۍ سوال دې ترې وکړي او ملګرتيا دې ورسره جوړه کړي. دا د انسان د لس زره کلن ليکلي تاريخ پرېکړه ده چې خيريه کارونه وده هم کوي او انسان ته سکون هم وربښي، له همدې امله که انسان په يوه کاروبار کې تاواني وي، الله تعالی دې ځان سره شريک کړي. د خپل عايد يوه برخه د خيريه کارونو له پاره بېله کړئ، الله تعالی به پکې خير و برکت واچوي.

په همدې توګه نېکمرغي او بدمرغي په ښځو پورې هم اړه لري. زموږ په کورونو کې زموږ يوه نه يوه خور يا لور نېکمرغه وي او د نېکمرغۍ آثار يې له همغه پيدايښت سره سم ښکاره کيږي. موږ ته بويه د خپلې بدمرغۍ په دور کې پر هغې خور يا لور رحم وکړو، مينه ورکړو او لار نوره يې ځان ته نږدې کړو، کېدای شي بدمرغي مو ورسره کمه شي. ما په خپل ژوند کې ډېر خلک ليدلي چې له نېکمرغه انسانانو د ملګرتيا، خيريه کارونو کې د برخه اخيستو، الله تعالی ته د توبې ويستو، د خپل کور له ښځينه‌وو سره د شفقت او د صبر او شکر په برکت له بدمرغۍ خلاص شوي. داسې خلک مې هم ليدلي چې ټول عمر يې د بدمرغۍ په ګرداب کې غوپې وهلي خو راتلونکي نسل ته يې الله تعالی دا هنر ورزده کړی چې له خاورو طلا جوړه کړي او خلکو دې نوي نسل ته ورته اريان دريان کتل. داسې خلک مې هم ليدلي چې ټول عمر يې د سرو زرو په کاشوغه خوراک څښاک کړی خو راتلونکي نسل ته يې خټينه پياله هم نه ده نصيب شوې. دا څه راز دی؟ دا ټول د نصيب او قسمت کارونه دي. قاعده دا ده چې په دنيا کې د يوه انسان بدمرغي د بل انسان نېکمرغي وي.

قسمت د توپ په څېر وي، همغسې چې توپ په پرله‌پسې توګه له يوه لاس نه بل لاس ته انتقاليږي، همداسې قسمت هم مختلف لاسونه او ځولۍ بدلوي رابدلوي نو که تاسې د ټيم غړي ياست، د قسمت توپ به يو وخت خامخا بېرته ستاسې لاس ته درشي خو که لاس ته درنغی، تاسې “بايلونکي” نه ياست ځکه تاسې په هر حال د هغه نېکمرغه ټيم غړي ياست چې د نېکمرغۍ توپ يې له يوه بل غړي سره دی او دا ملګری به مو توپ يو وخت خامخا راتلونکي نسل ته ورسپاري. له همدې امله دا ټيم مه پرېږدئ، صبر ولرئ او انتظار وکړئ، د قسمت توپ به تر ګرځېدو راګرځېدو وروسته يو وخت حتماً ستاسې لاس ته درشي. که هغه وخت تاسې خپله نه وئ، ستاسې د کوم اولاد يا خپلوان لاس ته به ورشي ځکه چې د الله تعالی په نظام کې شپې اوږدېدای شي خو تلپاتې نه وي ځکه وخت همېشه د تېرېدو په حال کې دی.” مرشد مې دا وويل او نور غلی شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د