د نن ټکی اسیا د هغې پانې انځور چې فیسبوک بنده کړې

د نن ټکی اسیا اصلي او جعلي فیسبوک پاڼې – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): نن ټکی اسیا اداره د کلونو راهیسي د افغانستان او نړۍ هر کونج په اړه خپلو مینه والو ته د تازه، کره او ازادو خبرونو رسولو لپاره له هرې لارې هڅې کوي. او د همدې لپاره یې د مستقلې ویب پاڼې تر څنګ په ټولنیزو پاڼو کې اکاونټونه هم جوړ کړي.

خو له تېرو دوه کلونو راهیسې په ځانګړي ډول د فیسبوک اداره د نامعلومو وجوهاتو له کبله پر نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه بندیزونه لګوي، او په دې لړ کې يې دوه پرمختللې پاڼې چې یوې له ۶۱۰ زرو څخه زیات او بلې تر ۱۰۰ زرو زیات خوښونکي لرل، حذفې کړي دي، دغې پاڼو په اوونۍ کې تر یوه ملیون زیات لیدونکي درلودل.

اوس یو وار بیا د نن ټکی اسیا اداره توانېدلې چې د فیسبوک ادارې سره په پرلپسې تماس نېولو خپله فیسبوک پاڼه فعاله کړي، فعاله فیسبوک پاڼه په لاندې ویدیو کې کتلای شئ:

نن ټکی اسیا په فیسبوک کې اوسنۍ رسمي پاڼې صرف ددې لپاره فعاله ساتلې تر څو د جعلي پاڼو مخنیوی وسي او په فیسبوک کې د نن ټکی اسیا یو رسمي ادرس د هغوی کسانو لپاره موجود وي چې د بلې لارې اړیکه نسي نیولای او یا ورته سخته وي، کنه نن ټکی اسیا ورته خاص اړتیا ځکه نه لري چې د نن ټکی اسیا ویب پاڼه (nunn.asia) خپله دومره مشهوره ده چې هره ورځ یې له فیسبوک پرته په زرګونو کسان ګوري او همداسي د نن ټکی اسیا د موبایل اپلیکیشن تر نیژدې پنځوسو زرو کسانو خپل موبایلونو ته ښکته کړی او د نن ټکی اسیا لیکنې او خبرونه اول په اول تعقیبوي. په ورته وخت کې نن ټکی اسیا په ټویټر کې فعاله او رسمي اکاونټ لري چې تر اوسه تر ۴۰زرو مینوال لري.

د یادونې وړ ده چې په فیسبوک کې د نن ټکي اسیا په انګلیسي او پښتو نامه باندې تر ۳۰ زیاتي جعلي پاڼي جوړې دي، چې نن ټکی اسیا یې د نشریاتو او یا د افرادو او نورو جهتونو له لوري ورسره د هر ډول تعامل مسؤولیت څخه ځان بري بولي. نن ټکی اسیا یې په اړه فیسبوک ته شکایتونه کړي خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

په ټولنیزو پاڼو کې د نن ټکی اسیا ادرسونه په لاندي ډول دي:

د نن ټکی اسیا فعاله فیسبوک پاڼه

https://www.facebook.com/nunn.asia.afghan1/

دوهمه احتیاطي پاڼه:

https://www.facebook.com/news.nunn.asia/

د نن ټکی اسیا ټویټر پاڼه

د نن ټکی اسیا اپلیکیشن

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.nunnasia

د نن ټکی اسیا یوټیوب اکاونټ

https://www.youtube.com/nunnasia

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د