ټولنیزه برخه

معاصر ناپوه تعلیم یافته

بشیراحمد الحنفي

ناپوهي یو ساري ناروغي ده، د وخت او مکان سره دا هم یو ډول انسانانو ته سرایت کوي، همدارنګه د وخت او زمان په تېرېدو سره د یوې پېړۍ څخه بلي پېړۍ ته انتقالیږي.

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم وخت ته لږ ځیر سو هلته ناپوهي په خپل اوج کي وه،

د سیکولرانو پلار چي ډیر هوښیار سړی وو، عاقل انسان وو حتی عربو ورته ابا الحکم نوم ایښودی وو.

خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت وروسته یې عقل پوچ سو، نېشنلیزم یې غوره کړ، ضدي انسان ورڅخه جوړ سو، د متعصبینو نیکه سو، د بشریت د ستر لارښود دوښمن سو.

دی پوهېدی چي دغه رسالت حق دی، او دا نبي په حقه دی خو نفس او شهوت ورباندي غالب سو، د جهالت لاره یې خپله کړه، ځکه خو ابو جهل ونومول سو.

دده جاهلیت دومره سر ته وختی چي همېش به یې د سرور کائنات ملګري او پلویان زورول، وهل، او ټکول.

ده دوخت سخت عذابونه مسلمانانو ته ورکړل پدې خاطر چي هغوی له خپله دینه پر شا کړي، خو د هغو مسلمانانو مقاومت دومره پیاوړی وو چي آن مرګ یې قبول وو، خو له دینه اوښتل ورته ضمیر او وجدان اجازه نه ورکول.
همدغه کټ مټ حالت نن سبا په نړۍ کي تکرایږي او په څو ځله تکرار سو.

ابوجهل به خلک د رسول الله د ملګرتیا په نوم زورول، نن یې د ترهګرۍ په نوم ځیني د نړۍ وحشیان د رسول الله امتیان
وژني او ډبوي یې.

ابوجهل په حقیقت کي ډېر هوښیار انسان وو، د قوم مشر او سردار وو، یوازنی شخص وو چي په دار الندوه کي د پنځلس کلنۍ په عمر د قریشو د غټو سردارانو سره کښېنستی، خو کله چي یې ضد خپل کړ، عقل یې د تعصب، کرکي، نفرت، خود خواهۍ جراسیم ککړ کړ، نو یې د رسول الله سره دوښمني اعلان کړل.

د ننۍ نړۍ واکمنان هم هرڅه په خپل لاس کي لري، پر نړۍ خپله واکمني د ټوپک په زور کوي. خو په مقابل کې د مسلمانانو سره د ابوجهل غوندي ظلمونه او وحشتونه شروع کړي.

د جاهلیت د زماني ناپوهي په یو څو شیانو کي محدوده وه. مثلا: دوی به د بتانو عبادت کاوی، یا به یې سود کوی مثلا.

د یوشتمي پېړۍ ناپوهي تر پخوا زیاته سوې، او مختلف شکلونه یې خپل کړي.

ننی انسان د بتانو د عبادت پر ځای د مادیاتو بنده ګي کوي.

د الله د بندګي پر ځای د شهواتو بندګي کوي.

د خلکو د افکارو او ایډیالوژیو غلامان دي، شخصي ازادۍ ورته مقدسات دي، دینداري، اسلام پرستي اختیاري او شخصي کړنه ګڼي.

همدارنګه د نوي پرمختګ، ټیکنالوجۍ ته خو پوجه سلام اچوي.

د جاهلیت د زمانې ناپوهانو به د الله تعالی د احکامو سرغړونه کول.

د ننی زمانې خلک هم کټ مټ د پخوا په څير دي. د الله تعالی پر حکم فیصله نکوي، پر معاصر ایډیالوژۍ او سیاسي نظامو باندي تر قرآن کریم زیات باور لري.

قران کریم او احادیث نبوي یې شاته غورځولي، د بنده د فکر جوړ قوانین پر خلکو د قوت په زور تطبیق کوي.

معاصري ناپوهۍ علمي بڼه خپله کړې، په علمي اکاډمیک مراکزو کي ننوتلې، د کتاب بڼه یې خپله کړې، په ادارو کي یې په عملي شکل تدریس کیږي.

په اقتصادي نظام کي سود تدریس کیږي

په سیاسي نظام کي ډیمکراسي او سیکولریزم تدریس کیږي.

انسان د روحياتو بې برخي دی، مادیاتو یې عقل او شعور سلب کړی، دی داټول کارونه په عقلي او شعوري توګه په ویاړ او افتخار کوي.

نو ځکه داسي انسان که څه هم تعلیم کړی او دکتورې لري، خو په حقیقت کي دی ناپوه او بې تعلیمه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد المالک همت

حنفي صاحب دي خدای راولي !
جالبه موضوع مو څېړلې ده الله دي اجر در کړي. په دغو کسانو کي يوه کندهاري په فيسبوک کي د يوه مولوی صاحب پر يوه ډېره ښکلې او معقوله څرګندونه ليکلي وه:«عجبه ده مولوي او داسي هوښياري!».
دا شنه فوالذيان کوم چي د پردو چوپړ موډ ورته ښکاري بيا ځانونو ته عجيبي لويي لوټي ايږدي.

اجمل

بشیر احمد صیب ته: علمی او د منطق پر اساس د تحلیل ندی کړی. خپل علم د قرآن په رڼا کی ښکاره کړه. ته پوهه څه ته وایی یو تعریف باید ولری. ولی تاسو چی ځانو ته مسلمانان وایی هر څه مو په خپل لاس کی ندی نیولی آیا قرآن مونږ ته دا وایی چی محتاجه، مظلوم او ذلیله اوسی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx