ديپلومات مجله: طالبان او حکومت په ټولنیزو رسنيو کې هم د يوه بل پر ضد په جګړه بوخت دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا ديپلومات مجلې ليکلي، پر افغانستان د امريکاي يرغل په لومړيو کلونو کې جګړه په لرې پرتو سيمو کې وه، کرار کرار د ا جګړه د ښارونو منځته راغله، خو په دې وروستيو کلونو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ انلاين جګړه هم پيل شوې، چې ډګر يې ټولنيزې رسنۍ دي.

ديپلومات زياتوي، حکومت او طالبان د خپلو تبليغاتو لپاره په ټولنيزو رسنيو کې د یو بل پر وړاندې د جګړې په لومړيو کرښو کې دي.

د مجلې په باور، حکومت او طالبان دواړه هڅه کوي، د فيسبوک، ټويټر او نورو  ټولنيزو رسنيو له لارې د خلکو باور ترلاسه کړي او د دې لپاره يې پراخې هلې ځلې پيل کړي دي.

د مقالې ليکوال عزت الله مهرداد وايي، په انلاين جګړه کې دواړه لوري د امنيتي پېښو پر مهال د عامو خلکو انځورونه او ويډيوګانې خپروي او د يوه بل پر ضد په کې تبليغات کوي.

ليکوال يو شمېر پېښو ته هم اشاره کړې، چې طالبان او يا هم حکومت په ټولنيزو رسنيو کې د خونړيو پېښو ويډيوګانې او انځورونه خپروي او د يو بل پر ضد د خلکو نفرت او کرکې راپورته کولو کوښښ کوي.

ديپلومات مجلې اندېښنه ښکاره کړې، چې په ټولنيزو رسنيو کې د جګړو، ټپيانو او تاوتريخوالي انځورونه او ويډيوګانې خپرول د خلکو ذهنيت تاوتريخوالي او تشدد ته مائله کوي او بايد د داسې کارونو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وشي.

د يادونې وړ ده، چې څه باندې شل ميليونه افغانان مخابراتي خدماتو ته لاس رسی لري او نږدې پنځه ميليونه يې انټرنيټ کاروي، چې ډېری دغه کاروونکي فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام، ټيليګرام، وټس اپ، وايبر او نورې ټولنيزې شبکې کاروي.

د رپوټونو له مخې د ګډ حکومت استخباراتي ادارې د طالبانو پر ضد د تبليغاتو لپاره منظم ګروپونو لري، تر څو د حکومت په  ملاتړ او د طالبانو پر ضد تبليغات وکړي او هر کارکوونکي ته يې شاوخوا درې سوه ډالر ورکول کيږي.

په مقابل کې يې زرګونه نور ځوانان، د پوهنتونو او مدرسو محصلين د طالبانو په ملاتړ، د بهرنيو پوځيانو او حکومت پر ضد تبليغات کوي او حکومتي چارواکي هم مني، چې په تبليغاتي جګړه طالبان پر حکومت غښتلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

کفارو او منافقينو په وارو وارو دا ويلی چی طالبان په ميډيا کی پر دوی غښتلی دی . عجيبه داده چی په زرهاوو تبليغی وسيلی د کفارو او منافقينو په واک کی دی خو بيا هم په هيڅ سره طالبان پر دوی غښتلی دی ، لکه په جګړه کی چی د طالبانو وسلی او وسيلی د دښمن په پرتله په نشت کی حساب دی خو بيا هم ورځ تر بلی يی ساحه پراخيږی او دښمن يی د ټولو امکاناتو سره تيښتی ته اړ کړی . که په چا کی يوه زره ايمان هم وی دا به درک کړی چی دا… نور لوستل »