د کانګرس مشره: نه غواړو افغانستان بیا ځلې د ترورستانو په ځاله بدل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس مشره «نانسي پلوسي» د امریکا د دفاع وزیر تر سفر وروسته په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلې او دلته یې د ګډ حکومت له مشرانو سره لیدلي.

له ارګ څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نانسي پلوسي او ورسره پلاوي په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل او په خپله لیدنه کې یې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنو لاسته راوړنو ساتنه به کوي او نه به پرېږدي افغانستان بیا ځلې د ترورستانو په ځاله بدل شي.

د کانګرس مشرې ددې تر څنګ یاده کړې، چې له افغانستان سره به د خپلو مرستو د دوام هڅه کوي او د ښځو د حقوقو د خوندیتوب زیار به باسي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د ګډ حکومت مشر د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو امریکایانو کورنیو ته د غمشریکي مراتب وړاندې کړي او په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو حضور د دواړو هیوادونو تر منځ د شویو تړونونو په اساس یاد کړی.

غني ددې تر څنګ په طالبانو تور پورې کړی، چې د داعش او القاعده په ګډون ټولو هغو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې، چې امریکا او افغانستان ته خطر یادېږي.

یاده دې وي، چې په تېرو دوه ورځو کې د کانګرس مشره دوهم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی، چې کابل ته راځي، تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

نا اعلان سوي صفر؟؟؟؟
صفر دي اعلان كري جي به لوي صفر ي وليزي
😂😂😂

جميل
میلمه
جميل

داس ډير ټپوسان او کاغيانی راغلی چی خپلو بچيانو ته مورال ورکړی خو و نه توانيدل چی له ماتی او تيښتی يی بچ کړی .

اجمل
میلمه
اجمل

دا خو یی بده خبره ندی کړې. مونږه هم نغواړو چی وطن مو د تروریستانو په ځالو بدل شی. ټوله نړی ژوند کوی مونږ فقط مړی خښه وه، بیوزلی او فقر ګالو. عربو مونږ ته اسلام راوړ اوس ګورو چی هغوی خپل عیشونه کوی او مونږه یو د بل مرګ ته ناست یوو.

لیالحاج استاذ بیانزی
میلمه
لیالحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی د امریکا او اروبا پلان جوړونکی او تصمیم نیونکی دی، کیلی شی د جمهور ریس سره به تماس کی وی جمهور ریس به هغه وایی او هغه به کوی چه ورته د ویلو او کولو اجازه شوی . بیا د نورو ریاستو مشرانو ته جمهور ریس د ویلو او کولو دیکته کوی. د خلیلزاد د څو میاشتو هلی ځلی د نظم نوین جهانی له خوا لغوه شوی مګر لغوه کیدل د ترمپ په واسطه تر سره شو، د دفاع وزیر ، د کانګرس مشره و داسی نور د ترمپ له خوا او ترمپ ته د نظم نوین… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

بس په افغان دولت داسی ملندی وهی لکه پاکستان چی یی پ طالب وهی. هر یو خپلی ګتی پسی ګرزی.