ټولنیزه برخه

دعا « په زړه پورې لنډه کيسه»

ژباړه: محمد اياز ترنک

د هشام په نوم یو مشهور طبیب په منډه هوايي ډګر ته ولاړ، ترڅو په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې ده ته ورکې جایزه ورکول کېده. د هوا د خرابوالي له امله الوتکې په لاره کې بېړنۍ ناسته وکړه.

طبیب د هوايي ډګر مسئولینو ته وویل: زه نړیوال ډاکټر یم، دلته زما یوه دقیقه پاته کېدل د څو انسانانو د له منځه تللو سبب ګرځي. زه (۱۶) ساعته الوتکې ته انتظار نشم کولای. د میدان مسئول مشوره ورکړه چې د کنفرانس ځای ته یې موټر په درې ساعته کې رسوي. هشام په موټر کې روان شو. په لاره کې یې د سخت باران له امله لاره ورکه کړه. د یوه کوچني کوردروازه یې ور وټکوله. د ننوتلو اجازه ورکړل شوه.

په کوټه کې یوه بوډۍ د خپل ناروغ لمسي سر ته ناسته ده. ډاکټر د تلیفون غوښتنه ځینې وکړه، هغې ورته وویل: دلته برېښنا نشته، ځانته یو ګیلاس چای پخې کړه او ارام وکړه.

ښځې لمونځ پیل کړ ، اوږدې دعاګانې یې کولې، بیا یې ډاکټر ته مخ را واړاوه ویې ویل: الله جل جلاله مې ټولې دعاوې قبولې کړې، خو یوه یې تر اوسه نه ده قبوله شوې.

هشام ورته وویل: کومه دعا؟

بوډۍ وویل: دا یتیم ماشوم سخت ناروغ دی، ټولو ډاکټرانو ځواب راکړی، وايي د دې علاج یوازې د هشام په نوم یو تکړه ډاکټر کولای شي، خو هغه لیري دی، زموږ غریبانو لاس نه ور رسېږي. الله ته مې دعا وکړه چې کار راته اسانه کړي. ډاکټر وژړل ویې ویل: قسم په الله ستا دعا الوتکې وځنډولې، وریځ یې را ولېږله او باران یې وکړ. ترڅو ما ستا جونګړې ته راولي.

الله جل جلاله د دعا په مرسته خپلو بندګانو ته داسې اسباب برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

بشکه چه دعا د مومن اسلحه ده او بل دا چه په‌دعا کی‌باید اخلاص موجود وی

لیالحاج استاذ بیانزی

ایاز ترنک صاحب ! مننه، انسان له دی خاوری جوړ شوی او تش لاس ورته راځی هرڅه د الله ج له خوا د انسانانو او ټولو ژوندو د ګټی د پاره الله خق کړی په ځانګړی ډول هغه څه چه انسان تری ګټه پورته کوی هغه پوهه هم الله ج ورکړی. د همدی امله ویلی شو چه مونږ ناداره یعنی هیڅ نه لرو حتی مونږ د خپلو ځانو واک هم نه لرو هر څه د الله ج مالکیت او هر څه د الله ج په خالقیت کی دی. انسان یی خداګونه خلیفه کړی مګر د خالقیت او مالکیت له اصلیتو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x