
شانګهای سازمان: د افغانستان ثبات ټولې سیمې ته ثبات بښلای شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د شانګهای همکاریو سازمان عمومي مرستیال «ولادیمیر نوروف» وایي، که افغانستان ثبات ته ورسېږي، ټوله سیمه ورسره امن کېدلای شي.
نوروف چې د شانګهای سازمان په امنیتي ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « د سیمې د ثبات او امن په برخه کې د افغانستان ثبات تر ټولو ستر رول لوبولای شي، افغانستان په اوسني وخت کې د نشه یي توکو له سترو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې ترورستان ورڅخه د مالي سرچینو په حیث کار اخلي».
نوموړي ددې ترڅنګ د افغانستان ثبات ته د شانګهای سازمان ژمنتیا یاده کړه او په خبره یې، یاد سازمان د افغانستان د ثبات لپاره په خپل بشپړ توان هڅې کوي.
د شانګهای سازمان داسې مهال د افغانستان ثبات ته سترګې په لار دی، چې د هیواد د ثبات او بهرنیو سرتېرو د وتلو په موخه په قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکرات له درېدلو سره وروسته یو ځل بیا د پیل کېدو په حال کې ښکاري.