افغانستان

طالبان: ننګرهار کې په جومات برید د داعش د ماتې پټولو ناکامه هڅه وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په ننګرهار ولایت کې په جومات باندې د برید په کولو سره «کابل اداره» غواړي د داعش ماتې پټه کړي او دا ډله د یو عمده خطر په حیث معرفي کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کاږي «که موږ تېر ته نظر وکړو نو اشغالګرو او د دوی بي ضميرو غلامانو تل په ښکاره او پټه توګه ملکي اهداف په نښه کړي ،جنازې، جوماتونه ودونه، مدرسي، صحي مراکز اونور عام المنفع ځایونه اومراکز یې د ډرون بریدنو او یا د داعش د مزدورو ملېشو دمنحوسو کړنو په ذریعه هدف ګرځولي چې د هسکې مېنې د جودرې جومات وروستۍ چاودنه يې ښه بېلګه کېداى شي. ياده پېښه له شک پرته د کابل رژيم پلان شوى کار او دسيسه ده.»

مطلب وړاندې لیکي « په دې وروستيو څو اوونيو کې د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدينو د ننګرهار له خوګياڼو ، شيرزادو ، پچيراګام ، توري بوړې او ګڼو نورو سيمو څخه د داعش ډله، چې په ښکاره د اشغالګرو امريکايانو او د کابل دمزدوري ادارې لخوا حمايه کېږي، پليته لمن ور ټوله کړه او په جګړو کې مات ګوډ داعشيان د شينوارو هغو سيمو ته وتښتېدل چې دکابل د مزدور امريکايي رژیم تر واک لاندې دي.»

د طالبانو په قول، د کابل اجيره اداره هڅه کوي چې د داعش د تروريستي ډلې په ماته او شکست پرده واچوي او د يو عمده خطر په توګه يې معرفي کړي. د داعش له نومه په استفاده دغه رنګ جنايتونه ترسره، په ديني  او اولسي غونډو مرموز بريدونه ترسره کړي.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه ته په راټولو شویو کسانو غبرګې چاودنې وشوې، چې په پایله کې یې تر ۷۰ پورې ملکي کسان ووژل شول او په همدې اندازه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

موافق یم. جزاک الله خیراً.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x