مسعود اندرابي: طالبان دې وسلې په ځمکه کېږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر«مسعود اندرابي» طالبانو ته ګواښ کړی، چې د وسلو نه اېښودلو او جګړې د دوام په صورت کې به ووژل شي.

اندرابي چې په کابل کې یې د جنرال رازق په نوم د پولیسو د اکاډمۍ د نومولو په مراسمو کې خبرې کولې، وویل « طالبانو په جګړه کې خپله رهبري له لاسه ورکړې، مشران يې په غارونو کې پټ شوي او یوازې څو دوکه خوړلي کسان د جګړې په دګرکې پاتې دي».

نوموړي زیاته کړه « طالب جنګیالي له خپلې رهبرۍ سره هیڅ ډول اړیکې نه لري او په شمالي ولایتونو کې يې د امنیتي ځواکونو په وړاندې خپلې سیمې له لاسه ورکړې».

د اندرابي په قول، طالبانو ته ښه داده، چې وسلې په ځمکه کېږدي، کنې د جګړې په ډګر کې به ووژل شي.

د ګډ حکومت د کورنیو چارو سرپرست داسې مهال د جګړې په ډګر کې د طالبانو د ماتې ادعاوې کوي، چې د هیواد په مختلفو سیمو کې طالبان ورځ تر بلې د وړاندې تګ په حال کې دي او دولتي عسکرو یې په وړاندې د مقاومت توان له لاسه ورکړی.

همدا تېره ورځ د دایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې طالبانو ۱۴ کمانډو سرتېري وژلي وو.

په ورته وخت کې سیاسي او نظامي شنونکي په یوه خوله اعتراف کوي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې ماتېدونکي نه دي؛ نو ځکه ښه داده چې شخړه له سیاسي لارو حل و فصل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

حماقت هم اندازه لری ، د دی غلام احمقانو هرڅه له حده وتلی ، ورځ تر بلی يی د ژوند ساحه په تنګيدو ده ، هره مياشت يی په سوونه طالبانوته تسليميږی او په زرهاو يی وژل کيږی ، خو دا د باطل او پوچ فکر خاوند بياهم د خپلو پلندرانو په زر او زور نازيږی او اپلاتی وايی ، ناخبره لدی چی پلندرانو يی پخپله لکی په شا منډلی د تيښتی لاری لټوی . اندرابيه ! لږ وخت مو پاته دی چی تاسو به هم لکيانی په شا منډلی او په کړُنجهاری سره يوی او بلی خواته ځغلی او… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

دواړه ورک شی. ملت هم له حکومته او هم له #طالبانو بیزاره ده.

پتنګ
میلمه
پتنګ

ته نو څوک یې ؟؟ افغان ملتی غل او که خلقی او یاپرچمی قاطل یې !! او ته کومه برنامه او کړنلاره لري او که هسې د پيتاوي بولۍ ولې !!

جميل
میلمه
جميل

اجمل ته محترم پتنګ صاحب ښه ځواب ليکلی کوريی ودان . اجمل خانه ! که ولس تاسو غوندی د طالبانو څخه بيزاره وای اوس به کفار او منافقين پر ټوله هيواد حاکم وای او په اطرافی سيمو کی به لا فحشا او نور منکرات وای ، خو اوس يی د طالبانو له بيری په کابل هم پښی ريږدی ، افغان ولس مسلمان او غيرتی ولس دی د دين او د هيواد په ساتلو کی يی د غاصبو کفارو زور او زر ته سر ټيټ نه کړ . دا ښايسته نورانی مخی د سپين بيرغ درلودونکی فدايان څوک دی ؟ همدا… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل او پشتین ته دا هیواد حواله کړی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

بادارانو یی ورته دستور ورکړی، بیشمیره تلویزونونه او رسنی مو درته مفتی په واک کی درکړی که به نظاعی ډګر کی بایلونکی واست زمونږ په شان رسنیو کی د خپلی ماتی لابی شاپی زمزمه کوی چه ملت مو به ضد د بریدونو جرات پیدا نه کړی او د عسکرو مورال مو د زمکی سره زمکه نه شی او د طالبانو مروال لوړ نه شی .

دوی تل خپلو هیوادو کی د خبل مظلومو اولسو سره ورته کار کوی خلک یی ورله غریب او بی سواده کړی په لږو معاشو یی د نورو هیوادو کی ورباندی غریبان وژنی