څلور افغان لوبغاړي د انګلستان په ځانګړي «۱۰۰توپ» ليګ کې اخيستل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ بورډ څو مياشتې وړاندې اعلان کړی و چې د کرېکټ په ډګر کې نوی ليګ چې په يوه پاڼۍ کې ۱۰۰ توپه لري پېلوي.

تېره ورځ د ياد ليګ لومړي پړاو سياليو لپاره په انګلستان کې د لوبغاړو بولۍ ترسره شوه چې د کريس ګېل او لاست ملينګا په شمول ځينې مشهور لوبغاړي وانخيستل شول.

بلخوا ته د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نوموتی او په شل اوريزو لوبو کې لومړی مقام لرونکی راشد خان لومړی لوبغاړی و چې د يادې بولۍ پرمهال په لومړۍ کټګورۍ کې په ۱۶۱زره امريکايي ډالره واخيستل شو‌.

د راشد خان سربېره د ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي، تکړه سيمه توپ اچونکي مجيب الرحمن او قيس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو لخوا واخيستل شول، ددې ليګ بولۍ لپاره ۵۷۱ نومونه وړاندې شوي وو چې يوازې ۹۶ يې واخيستل شول.

دا د نړۍ يوازينی ځانګړی ليګ دی چې اصول يې په کرېکټ کې له هر نورو اصولو مختلف دي، دغه لوبه کې به يوه پاڼۍ د ۱۰۰ توپونو وي.

په عمومي ډول توپ اچونکی په اور کې پنځه توپونه کوي خو کولای شي چې پرلپسې ۱۰ توپونه هم وکړي، په دې سره دوه اورونه شمېرل کيږي، همدغه ډول د اورونو پاور پلی يې ۵ اورونه يا ۲۵ نوپه ده.

په «۱۰۰ توپه» ليګ کې د انګلستان ۸ لوبډلې ګډون کوي، چې د ۲۰۲۰م کال جولايي مياشت کې پېل کيږي او تر ستمبر مياشتې به دوام وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د