افغان عسکر سوريه کې

د ارزګان امنیتي چارواکي: تېرو دوو ورځو کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دننه له طالبانو سره د مخامخ جګړې په مهال ۲۰ امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.

د ارزګان ولایت د پولیسو مشر «خطاب خنجري» وایي « له تېرو دوو اونیو راپدېخوا د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې په دوام یې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي».

د خنجري په خبره، تېره شپه د امنیتي سرتېرو د مرستې لپاره ځانګړي کومانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلي او دا مهال جګړه د ولسوالۍ مقام سره په لنډه فاصله کې روانه ده.

امنیتي چارواکي داسې مهال د طالبانو له لوري دولتي سرتېرو ته له اوښتو درنو تلفاتو خبر ورکوي، چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست «مسعود اندرابي» بیا ادعا کوي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې مات شوي او له خپلې رهبرۍ سره یې اړیکې شلېدلې.

انداربي ددې تر څنګ ګواښ کړی وو، که طالبان وسلې په ځمکه کښېنږدي او جګړې ته دوام ورکړي؛ وبه وژل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د